top of page

حکمت

یو افغان قاضي له هغو کسانو ویریږي چې یو وخت یې زنداني کړی وه

Hekmat

زموږ عکسونه د طالبانو په منځ کې ویشل شوي وو، که زه شاته پاتې شوی وی هغوی به زه ژر پیدا کولم

حکمت چی دا یی اصلی نوم ندی د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو مخکې د سمنګان په ولایت کې قاضي و.


هغه د عامه امنيت، تروريزم، د نشه يي توکو د قاچاق او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې قضیو سره سر او کار درلود، چې يو وخت يې په خپل مسلک کې ډېر درناوى درلود، خو اوس يې زيانمن کړى دى.


هغه افغان وتنس ته وايي: په تېرو شلو کلونو کې، موږ یعنی پخواني عدلي سیسټم طالبان او د داعش غړي، دولتي چارواکي چې په فساد کې لاس درلود او په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل مجرمین بندیان کړي دي.


د پخواني حکومت او عدلي سیسټم سره د ډیرو مسلکي کسانو په څیر، د طالبانو په بیرته راستنیدو سره، د حکمت دنده په ټپه دریدلې او د هغه راتلونکی په بیسرنوشتی کې پاتې دی.


هغه وايي: د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته موږ قاضیان له سترو ستونزو سره مخ وو، له هغه وخت راهیسې، ما خپل پته څو ځله تبدیله کړی ده.


د حکمت په وینا، طالبانو سمنګان په دومره سرعت سره نیولی چې حتی د خپلو اسنادو د سوځولو وخت یې هم نه درلود، چې دی ویره لري چې په راتلونکي کې د ده پر ضد وکارول شي.


هغه افغان وتنس ته وايي زما یو شمېر همکاران په سمنګان کې د طالبانو له خوا بندیان شوي دي.


حکمت بیانوي چې څنګه ګاونډیو ولایتونو ته تللې، لارې بندې شوې وې خو هغه خپل کالي بدل کړل او د یوه ملګري په مرسته د شپې له خوا وتوانید وتښتی.

هغه وایی زموږ عکسونه د طالبانو په منځ کې ویشل شوی و که زه شاته پاتې شوی وم نو دوی به ژر پیدا کولم.


حکمت او د هغه اته کسيزه کورنۍ له سمنګان څخه کابل ته تللی وه، او بيا وروسته له هغه چې ځينو ملګرو يې وليدل.


هغه وایی "موږ نه غوښتل چې نور خطرونه په غاړه واخلو، نو مجبور شو چې يو ځل بيا لاړ شو او بل ځای ته نقل مکان وکړو."

خو له سمنګان څخه له تېښتې وروسته هم د حکمت اندېښنې پای ته نه وې رسېدلې.


ما د طالبانو د غړو له خوا ګواښونکي تلیفونونه ترلاسه کړل هغه چی ما بندیان کړی وه.


هغوی طالبانو په مزار شریف کې زما د تره زامنو کور ته لیکونه واستول او زما د تره زامنو څخه یې زما د ځای پوښتنه وکړه.


په وروستیو میاشتو کې د فعالانو، ژورنالیستانو، پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي پرسونل په وړاندې د غچ اخیستنې او وژنو زیات شواهد شتون لري.


خو ډیر ده ځای بدلول کورنۍ ته سخت زیان رسولی دی.


حکمت افغان شاهد ته وویل، له بده مرغه، د طالبانو د واک په وخت کې، زما ښځه حامله وه، او د هغې په رواني روغتیا کې د پام وړ زیانونه وو، موږ خپل لومړی ماشوم د زیږون پرمهال له لاسه ورکړ.


په افغانستان کې د ډېرو نورو په څېر، هغه هم ځان په بند احساس کوي.


ما په تېر حکومت کې د صادقانه کار کولو سره سره ونشو کولی له هېواده بهر لاړ شم، ما ته دومره معاش نه راکول کیده چې سپما وکړم، کنه نو زه به توانیدلی وم چې په خپلو پیسو افغانستان پریږدم، هغه زیاتوي، هیڅ یوې موسسې زما سره د هیواد په پریښودو کې مرسته نه ده کړې.


حکمت خپل ډېر وخت په پټه تېروي، ورور يې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره بهر ته ځي، تر څو هغه په خلکو کې خپل مخ ښکاره نه کړي.


په اوس وخت کې، زه ډاډه نه یم چې زه څومره وخت کولی شم چې دا ډول ژوند وکړم.

هغه وايي: زما په مخ کې یوه تیاره راتلونکې وینم، که طالبان ما پیدا کړی، نو په اسانۍ سره کولای شي خپل غچ واخلي، ځکه چې دوی هیواد کنټرولوي، او زه د عدالت غوښتنې کومه لاره نه لرم.


حکمت غوښتنه کوي چې افغانستان او خلک یې هېر نه شی.


هغه وايي، که څوک دا ولولي، [هغوی] باید پوه شي چې هغه خلک چې محافظت ته اړتیا لري، شاته پراته دي او د طالبانو لخوا یو په یو ښکار کیږي.


زه یو له دوی څخه یم، او زه یوازې د یوې معجزې تمه کولی شم چې اوس پیښ شي.


سرچینه: د افغان وتنس مرکه

Interview by Afghan Witness

Source:

bottom of page