top of page

راټولول، تاییدول، ساتل: موږ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او اوسني پیښې څنګه څارو

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ، په افغانستان کې د رسنیو لرلید د پام وړ بدلون موندلۍ. په افغانستان کې خبریالان د اوسني "دوفاکتو" چارواکو له خوا له نږدې څارل کیږي چې دا کار د بشري حقونو اړوند مسایلو په اړه راپور ورکول ډیر ستونزمن او خطرناک کړۍ. اقتصادي ستونزې او ننګونې په دې برخه کې د دندو د له لاسه ورکولو لامل شوي او د ځینو رسنیو فعالیتونه په بشپړه توګه بند شوي دي. د اټکلونو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا یو پر درېیمه برخه خبریالان له هېواده وتلي او دا مهال یو شمېر افغان رسنۍ له افغانستانه بهر خبرونه او راپورونه خپروي. د طالبانو له خوا د فعالانو، خبریالانو او لاریون کوونکو د نیولو په پرله پسې ډول راپورونه ورکول کیږي.


دا ټول لامیلونه د افغانستان د معلوماتو په چاپیریال کې د ژور بدلون لامل شوي، هغه چاپیریال چې معلومات پکې تولید او مصرفیږی. په داسې حال کې چې ځايي خلک د معلوماتو خپلواکو سرچینو ته محدود لاسرسۍ لري، نړیوال سازمانونه چې اوس مهال هڅه کوي د لیرې نه د وضعیت څخه څارنه وکړي، د افغانستان د وضعیت په اړه باوري او تازه معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ شوي دي. ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو او خبرونو د خپرولو لپاره اړین دي، خو غلط معلومات په پراخه کچه خپریږي او ډیری وختونه تحریف شوي (سانسور شوي) ویډیوګانې او عکسونه شریکیږی یا زاړه مواد د نوي معلوماتو په توګه کارول کیږي.




د ځینو دغو مسایلو د اوارلو لپاره، د معلوماتو د مقاومت مرکز (CIR) د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې یې افغان ویټنس جوړ کړ چې موخه یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او اوسنیو پیښو په اړه د معلوماتو راټولول، ساتل او تاییدول دي. د دې پروژې اصلي موخه د نړیوالو سازمانونو، پالیسي جوړونکو، رسنیو او غیر دولتي موسسو (NGOs) لپاره د معلوماتو د یوې معتبرې سرچینې چمتو کول او په افغانستان کې د میشتو افغانانو د ژوند واقعیت ته د ټولو پام اړول دی.



د افغان ویتنس نقشه 


په دې وروستیو کې د افغان ویټنس ټیم لخوا تایید شوي معلومات د افغان ویتنس نقشې په بڼه کې په ژوندۍ او آنلاین ټوګه خپره شوه چې دا پروژه په ۲۰۲۳ میلادی کال کې په لاره واچول شوه. دا ژوندۍ نقشه چې د امریکا میشته غیر انتفاعي موسسې C4ADS په همکارۍ جوړه شوې، په افغانستان کې د بشري حقونو او د اوسنیو پیښو په اړه شواهد مستند کړې ده چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې تایید شوي دي او دغه نقشه د تاوتریخوالي او امنیتی پیښو کچه، اعتراضی حرکتونه او داسې نور مسایل ​​په ډاګه کوی. خو بیا هم دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې په دې نقشه کې تایید شوي معلومات یوازې د وضعیت انځور وړاندې کوي او په نقشه کې ثبت شوي معلومات په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د لویو پیښو یوازې یو کوچنۍ مثال وړاندې کوي.




  انځور: د افغان ویټنس د نقشې سکرین شاټ. په https://www.afghanwitness.org کې ترلاسه کولای شئ.


دا راپور د افغان ویټنس فعالیتونه او میتودولوژي (د څیړنې میتود) معرفي کوي او د نقشې ځینې مهم اړخونه او بڼې څیړي ترڅو وښیې چې څنګه خبریالان، سازمانونه او خلک کولای شي د دغه تایید شویو معلوماتو د دیتابیس نه د څیړنو د ترسره کولو، شننې او راپور ورکولو کې کار واخلي. 


زموږ د څیړنې میتود


د افغان ویټنس د څیړنې میتود د معلوماتو د مقاومت د مرکز(CIR)  د Eyes on Russia  او میانمار ویټنس پروژو په ګډون په نورو پروژو کې کارول شوی ده. د معلوماتو د مقاومت مرکز (CIR) میتودولوژي د خلاصې سرچینې غوره طریقو نه په ګټه اخیستو سره رامینځته شوې او د مخکښو متخصصینو لخوا څیړل شوې.


زموږ د فعالیتونو بهیر په لاندنیو شپږو مرحلو ویشل کیدای شي:




د معلوماتو راټولول


افغان ویټنس په افغانستان کې د بشري حقونو مسایلو او اوسنیو پیښو په اړه د معلوماتو د راټولولو په موخه هره ورځ د ټولنیزو رسنیو او ډیجتلی شبکو څارنه او ارزونه کوی. دغه معلومات په عمومی ډول د کاروونکي رامینځته شوي مینځپانګې (UGC) په نوم پیژندل کیږي چې په خاص ډول عکسونه او ویډیوګانې پکې شامل دي او د خلاصې سرچینې ټولنیزو رسنیو چینلونو لکه ټویټر، فیسبوک او ټیلیګرام څخه راټولیږی. د اړوندو معلوماتو د ذخیره کولو لپاره، د افغان ویټنس څیړونکي د کلیدي کلمو، نیټې، او هشټګ لټون ترسره کوي. دوی همدارنګه د بیلابیلو کاروونکو حسابونو څارنه او ارزونه کوي چې ډیری وخت خورا ډیر اړونده معلومات تولیدوي، لکه خبري آژانسونه او یا افغان خبریالان.


څیړونکي هره ورځ د ډیرو معلوماتو سره مخ کیږي چې ډیری وختونه د بشري حقونو د سرغړونو تورونو سره یو ځای وي. مخکې لدې چې یو عکس یا ویډیو د افغان ویټنس دیټابیس ته لاره پیدا کړی او یا ادعا نوره هم وڅیړل شي ، شنونکي باید وګوري چې آیا معلومات زاړه دي که نوي. د عکس العمل عکس لټون زاړه، تحریف شوي یا په غلط ډول کارول شوي عکسونه یا ویډیوګانې په ګوټه کوی. دا کار د عکس یا ویډیو د کره والی لومړنۍ ارزونه ده. هغه معلومات چې نوي ښکاري او یا تر دې مخکې ثبت شوي نه وي، په وروستي پړاو کې نور هم تحلیل او څیړل کیږي.

پداسې حال کې چې د زړو ویډیوګانو شریکول تل زیان نه لری، ناسم ادعاوې په چټکۍ سره خپریدلای شي. د دې ډول منځپانګو لرې کول نه یوازې د تایید په بهیر کې یو مهم ګام دی، بلکې د افغانستان د معلوماتی چاپیریال د څارلو او د غلطو او جعلی معلوماتو د څرګندولو د میتود په اړه د عامه پوهاوۍ د لوړلو په موخه د افغان ویټنس د نوښت یوه  ستره برخه هم ده.


انځور: د تحریف شوی پخوانۍ ویډیو یوه بیلګه چې شریکه شوې وه او د ۲۰۲۳ ملادی کال په مې میاشت کې د افغانستان-ایران په پوله کې له نښتو وروسته خپره شوه.


د معلوماتو ساتل


افغان ویټنس ټول راټول شوي معلومات په ساتنځی کې ساتی چې دا د معلوماتو د تایید او ثابتولو بهیر په څیر مهم بهیر  دی. دا طریقه او چلنلار په خپل اصلي حالت کې د معلوماتو خوندي ساتنه تضمینوي کله چې دا معلومات د بشري حقونو څخه د سرغړونې مرتکبینو ته د ځواب ویلو لپاره وکارول شي. د معلوماتو ساتل هم مهم دي ځکه چې مهم معلومات او شواهد ممکن له منځه لار شي که چیرې خواله ټولنیز شبکې په دې باور وي چې د دغه کار ترسره کول د معلوماتو کارولو پر شرایطو برابر نه دی. بي بي سي په دې وروستیو کې موندلې ده چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه شواهد ممکن د ټیکنالوژۍ شرکتونو لخوا له مینځه وړلو وروسته ورک شي. مجازی شبکې دیری وختونه د ګرافیک (ځورونکی) ویډیوګانو لرې کولو لپاره مصنوعي استخبارات کاروي ، خو د قانونی تعقیب او څارنې په اړه ویډیوګانې هم  کیدای شی د دغه بهیر په ترځ کې له منځه لار شی. 


معلومات د افغان ویټنس دیټابیس کې اچولو وروسته د اتوماتیک آرشیف (ویب پاڼه:  https://github.com/bellingcat/auto-archiver)  له لارې په اتوماتيک ډول آرشیف کیږي. دا اتوماتیک آرشیف اړونده رسنۍ (عکسونه، ویډیو کلیپونه، آډیو کلیپونه)، د سرچینې کوډ او د اصلي سرچینې سکرین شاټونه راټولوي او په خوندي سرور (server) کې یې ساتی. اتوماتیک آرشیف همدا راز د معلوماتو هرې برخې ته د هش فنکشن (SHA3-512) ورکولو لپاره د هش الګوریتم هم کاروي چې په اوټوماټیک ډول رامینځته کیږي او بیا په ټوییټر کې په عامه توګه ټایم سټیمپ (د وخت ذخیره کولو لاره) ورکول کیږی. که چیرې په معلوماتو کې لاسوهنه شوې وي، دا لاسوهنه د ځانګړي ارزښت تار کې بدلونونو کې لیدل کیږي چې په اصل کې ډاټا ته ټاکل شوي. د مثال په توګه، که چیرې ذخیره شوې ویډیو ایډیټ شي، د هش به فنکشن ډیټابیش ته د داخلیدو پر وخت د اصلی هش فنکشن سره چې ویډیو ته ورکړل شوي ده توپیر ولری. 


د معلوماتو تحلیل، شننه او تایید


کله چې د معلوماتو راټولولو او ساتلو لپاره لومړني ګامونه واخیستل شي ، د مینځپانګې شنونکي د لا ډیرو نښو ترلاسه کولو لپاره مینځپانګه څیړی چې دا کار کولای شی جوته کړی چې څه پیښ شوي ، ولې ، او څوک په پیښو کې ښکیل دي. شنونکي د امکان تر حده د تفصیلاتو د لا ډیر تاییدولو لپاره د خلاصې سرچینې تخنیکونه کاروي. کله چې افغان ویټنس د منځپانګې یوه برخه د "تایید شوي" په توګه پیژنی، دا په دې معنی ده چې څیړونکي توانیدلي چې په لوړه کچه  د ویډیو  یا عکس ځای او نیټه تایید کړي. ځینې ​​​​وختونه، شنونکي کولای شي نور تفصیلات، لکه مرتکبین یا قربانیان تایید کړي، خو دا کار تل  شونۍ او ممکن نه ښایی.


که چیرې یو عکس یا ویډیو په بهر کې اخیستل شوې وي او ودانۍ، نښې یا جغرافیایي موقعیتونه د عکس په چوکاټ کې لیدل کیږي، کیدای شی دغه عکسونه د سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوي عکسونو، د ګوګل نقشې د street view  (د سړک لید لیدل (هغه ټیکنالوژي چې د سړک لید لپاره کاریږی) یا نور اړوند تکنالوژیو سره پرتله او مقایسه کړو. دا بهیر د جیو لوکیشن (جغرافیایی موقعیت موندل) په نوم پیژندل کیږي او شنونکو ته دا امکان ورکوي چې د یو ځای یا موقعیت کوردینات (مختصات) په ګوته کړی.




انځور: د جغرافیایي موقعیت موندنې یوه بیلګه. شنونکو د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د داعش د خراسان څانګې له برید وروسته د طلوع نیوز لخوا په ټویټر کې شریکه شوې ویډیو کې لیدل شوي ځانګړتیاوې د سپوږمکۍ به مټ اخیستل شوي عکسونو سره پرتله او مقایسه کړل. . [36.718402, 67.104815]


په ځینو مواردو کې د پیښې وخت موندنه د هغه وخت ټاکلو لپاره کارول کیدای شي چې عکس یا ویډیو پکې اخیستل شوی وی ، خو دا پروسه تل ترسره کیدای نه شی ځکه چې د دې کار ترسره کولو لپاره، ویډیو باید د ورځې په رڼا کې ثبت شوی وي او په عکس کې د شیانو انعکاس (سیوري) باید د لیدو وړ وي. نور میتودونه، لکه د عکس العمل عکس لټون ترسره کول، د منځپانګې میټاډاټا تحلیل کول، یا د ودانیو یا نورو شیانو د انځورونو په چوکاټ کې د نښو نښانو پیژندل ښایی د عکس یا ویډیو د اخیستلو وخت ښکاره کړی.

 

کوچني تفصیلات چې په لومړي نظر کې مهم نه ښکاري، کولای شي د هر اړخیزې شننې په پایله کې مهم معلومات څرګند کړي، د بیلګې په توګه، جامې یا نښې، دیالوګ، لهجه او حتی د څیرې حالت او د غږ څرنګوالۍ. د معلوماتو د کره والی د تایید پر وخت شنونکي خپلې موندنې د نورو سرچینو په وړاندې څو اړخیزه کوي لکه خبری راپورونه یا په صحنه کې د موجودو سرچینو معلومات. افغان ویټنس ټول منځپانګې په مساوی ډول تحلیلوی او شنی، پرته له دې چې معلومات د یوه کره رسنۍ لخوا شریک شوي وي یا د محدود شمیر پیروانو درلودنکی ټولنیزو رسنیو اکاونټ لخوا. هغه څه چې مهم دي دا دي چې کولای شو معلومات تایید او یا رد کړو. 


خو بیا هم د یوه ادعا تایید هم د بصری ثبوتونو شتون پورې اړه لری. په ځینو حالاتو کې د بیلابیلو زاویو څخه اخیستل شوي څو ویډیو کلیپونه د یوې نوې پیښې د ثابتولو لپاره یوځای کړو. دا په حقیقت کې هغه څه دي چې افغان ویټنس د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې د پنجشیر په دره کې د صحرایي اعدامونو د شواهدو په اړه په خپل څیړنو کې ترسره کړل چې په هغه وخت کې موږ د دې څیړنو په پایله  وتوانیدو قاطع دلیلونو او شواهدو په وړاندې کولو سره د طالب جنګیالیو یوه ډله د دره په سیمه کې د لسو کسانو د اعدامولو سره تړاو ورکړو. په نورو قضیو کې بصری شواهد ممکن محدود وي، پدې معنی چې شنونکي کولای شي ځینې برخې روښانه کړی خو نه شی کولای چې نور تفصیلات په ډاګه کړی. 



انځور: د افغانستان په پنجشیر ولایت کې ناقانونه وژنو په اړه څیړنه چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغان ویټنس لخوا خپره شوه.



د بیاکتنې بهیر


مینځپانګه د تحلیل او شننې وروسته د لوړپوړ څیړونکۍ لخوا بیا کتل کیږی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې معلومات د امکان تر حده دقیق او د باور وړ دي. معلومات د افرادو محرمیت او خوندیتوب په پام کې نیولو سره هم بیاکتل کیږی ترڅو د هغو ویډیوګانو د شریکولو خطر ټیټ شی چې د اشخاصو پیژندلو په اړه نښې پکې وی، لکه شخصي معلومات یا د دوی موقعیت. د شخصی محرمیت خوندیتوب سیسټم د هر ډول هغو ویډیوګانو پیژندلو لپاره کارول کیږي چې ښایي د اشخاصو محرمیت، امنیت یا خوندیتوب خطر سره مخ کړی او د محرمیت لیبل سره نښه شوي ویډیوګانې به په آنلاین نقشه کې او هر هغه راپور کې چې په راتلونکی کې په دغه نقشه کې خپریږی، تصحیح کیږی. 




انځور: د افغان ویټنس  ډیټابیس یو انځور. ځینې ​​ستونونه د اشخاصو د محرمیت او خوندیتوب  دلایلو له وجې ایډیټ شوي دي. لطفاْ په پام کې ولرئ چې پورته عکس یواځې کلیدي ستونونه ښیې ، نه ټول ډیټابیس.



پداسې حال کې چې د ویډیو یا ګرافیک عکسونو ښودل د معلوماتو د تاییدولو د پروسې یوه لازمي برخه ده، د معلوماتو د مقاومت مرکز (CIR) تمرکز پر دې دی چې ډاډ ترلاسه شی چې د مینځپانګې لیدلو له کبله د هغو خطرونو د مخنوی لپاره ډیر اقدامات شتون لري چې لیدونکي ته روانی زیان رسوی. کله چې محتوا ډیټابیس ته ننوځي، د ګرافیک منځپانګې د یو څخه تر پنځو پورې درجه بندي کیږي. دا کار بیا کتونکي، څیړونکي، او د ویډیو لیدونکو ته دا امکان ورکوي چې د ګرافیک (ځوروونکی) انځورونو لیدلو لپاره ځان چمتو کړي. ورته ځانګړتیاوې د افغان ویټنس په نقشه کې موندل کیدای شي - ټول ګرافیک معلومات د یو څخه تر پنځو پورې طبقه بندي شوي، او هر ګرافیک عکس د مخکتنې بکس (preview box) څخه لیرې کیږی. د ویډیو یا عکس اصلي سرچینه لاهم د کلیک کولو لپاره شتون لري، خو لیدونکي دا اختیار لري چې د مینځپانګې لیدلو دمخه ځان چمتو کړي یا پر لینک کلیک ونکړی.



انځور: د ګرافیک منځپانګې طبقه بندی چې د افغان ویټنس په دیټابیس کې کارول کیږي، له 1 (هیڅ) څخه تر 5 (ډیر سخت)



د افغان ویټنس نقشې اپلود کول 


تاسو کولای شئ چې معلومات د تایید او بیا کتنې وروسته د افغان ویټنس په نقشه کې آپلوډ کړئ. نقشه په منظم ډول د نوي معلوماتو سره تازه کیږي. خو هغه موارد چې د شخصی محرمیت په اړه د اندیښنو درلودونکي ډی، پرته له ویدیو نه اپلوډ کیږي یا په ځینو حالاتو کې د څو میاشتو ځنډ سره آپلود کیږی.


د یادونې وړده چې په نقشه کې ښودل شوي معلومات عکس سره د راپور/ ادعا سمونوالۍ د ثابتولو لپاره تایید شوي، خو دا پدې معنی نه ده چې د مینځپانګې ټول اړخونه د تایید وړ دي. د مثال په توګه، افغان ویټنس ښایی یوه ویډیو چې په کابل کې د یوې چاودنې شواهد ښیی، تایید کړی، خو ښایی ونه توانیدلای شی چې د پیښې د مړو شمیره یا څرنوالۍ تایید کړی.



د افغان ویټنس نقشې نه کار اخیستل 


د افغان ویټنس نقشه په ټوله نړۍ کې مخاطبینو ته دا امکان ورکوي چې د پروژې له دیټابیس نه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او اوسنیو پیښو په اړه تایید شوي معلوماتو نه ګټه واخلي. د دې نقشې ډیزاین او فعالیت د C4ADS لخوا رامینځته شوی او د معلوماتو د مقاومت مرکز (CIR) د Eyes on Russia نقشې پر اساس جوړ شوی دی. دغه نقشه داسې جوړه شوې چی امکان تر حده د معلوماتو نه ګټه اخیستنه آسانه کوی: معلومات د کټګورۍ ، عامل یا قرباني / موخې له مخې فلټر کیدای شي، د لټون محدود کولو لپاره په نقشه کې ډیتا رینج (data range) داخلیدلای شی او د لټون بکس (search box) د کلمو د ټایپ کولو لپاره کارولای شو، لکه د موقعیت کلمه. دغه د لټون فنکشن یوځای یا یوازې کارول کیدای شي.




انځور: د افغان ویټنس نقشه او فلټرونه. خپل لټون د اړخ پینل (side panel) په کارولو سره د کلیدي کلمو ټایپ کولو لپاره محدود کړئ او د بیلابیل tab کلیو په کارولو سره معلومات فلټر کړئ.



هر معلومات د مینځپانګې تایید شوی برخه ښیی. په پن باندې د کرسر (cursor) ساتل د معلوماتو د ځانګړتیاوو لنډ توضیح ښیی، پداسې حال کې چې په پن باندې کلیک کول د داخل شویو معلوماتو د مخکتنې بکس (preview box)، لکه کوردیناتونه او د معلوماتو د سرچینې لینک ښکاره کوی.




انځور: د افغان ویټنس د نقشې او معلوماتو اسکرین شاټ: د سرچینې د لیدلو لپاره data point باندې کلیک وکړئ.



د نقشې په پای کې، د مهال ویش ټنۍ (function) د دې ارزولو لپاره کارول کیدای شي چې معلومات څنګه د وخت په تیریدو سره بدلون مومي. د براکت (تیرونو) حرکت ورکول تاسو ته دا امکان درکوی تر څو دوره تنظیم کړئ ، پداسې حال کې چې د "play" ټنۍ فشار ورکولو سره د پینونو تایم لپس راڅرګندیږی. د "Draw on Mao" وسیله تاسو ته دا امکان درکوي چې په نقشه کې ځانګړي برخې په نښه کړئ او په دې برخو کې د پیښ شوي پیښې وپلټئ. تاسو کولای شئ د نقشې لید کوچنۍ یا غټ کړئ او یوازې د نقشې پر مخ د پیښو لټون وکړئ.




انځور: د افغان ویټنس د  نقشې پر کلیدي ځانګړنو  یوه کتنه



راپورونه، څیړنې او رسنیږ پوښښ


زموږ هیله دا ده چې د افغان ویټنس  نقشه به د افغانستان په اړه د لا زیاتو څیړنو او تحلیلونو د ترسره کولو په یو میتود بدله شی او خلکو ته دا امکان ورکړي تر څو د تاوتریخوالی، امنیتي پیښې او د اعتراضی لاریونونو کچه د انځور په بڼه کې وګوري.



دا مهمه ده چې په ټوله نړۍ کې زموږ مخاطبین زموږ د موندنو نه خبر وی - خبریالان کولای شي زموږ معلومات د صحنې نه له مهمو شواهدو سره پرتله کړی او تایید یې کري او کولای شي د راپور ورکولو کې زموږ د خلاصې سرچینې څیړنې وکاروي. مسؤلانه او مشارکتی راپور ورکول کولای شي موږ سره مرسته وکړی تر څو د هغو مسایلو او پیښو اغیزې روښانه کړو چې موږ یې هره ورځ څارو، پداسې حال کې چې دا کار په ډیجیټل عصر کې خلاصې سرچینې تخنیکونه ته د خبریالۍ مهم وسیلې په توګه وده ورکوی.



کولای شئ د رسنیز پوښښ او همکارۍ ځینې مثالونه په لاندې لینکونو کې ومومئ:




د هغو معلوماتو په اړه یادښت چې د افغان ویټنس لخوا د تایید وړ ندي


افغان ویټنس هره ورځ د ډیرو ادعاوو سره مخ کیږي. د تایید وړ مینځپانګه د نوي data point په توګه نقشه کې آپلود کیږي. خو بیا هم ډیری ادعاوې د تایید وړ ندي او له همدې امله په نقشه کې نه شاملیږی. دا په دې معنی نه ده چې دغه ادعاوې سم ندي، خو د دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره شواهد کم دي. د دې څو لاملونه دي: ځان سانسوری او د غچ اخیستنې نه ویره په پراخه کچه شتون لري، سیمه ایزو خبریالانو راپور ورکړی چې د امنیتي پیښو صحنې ته لاسرسی محدود دی او په ځانګړې توګه د افغانستان په ډیرو کلیوالو سیمو کې انټرنیټ ته لاسرسی محدود دی یا انټرنیټ اړیکه بې ثباته ده چې دا کار په ټولنیزو رسنیو یا د خبري رسنیو له لارې بصري شواهدو ته لاسرسی محدودوي.



له دې سره سره افغان ویټنس نا تایید شوي ادعاوې ذخیره کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو عمومي وضعیت د تحلیل پر وخت دغه ادعاوې په نظر کې نیسی. موږ دوه ډوله نا تایید شوي ادعاوې ثبتوو: د پیښو هغه ویډیوګانې چې د تایید وړ ندي او همدارنګه د ټولنیزو رسنیو څخه راټول شوي متنی ادعاوې. ځینې ​​ناتایید شوي معلومات زموږ په راپورونو کې ذکر کیږی یا زموږ په ټولنیزو شبکو کې شریک کږی، خو تل د افغان ویټنس لخوا د نا تایید شوي معلوماتو په نوم یادیږی. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه زموږ تایید شوي معلومات یوازې څو بیلګې په ګوته کوی. که امکان ولري، د خلاصې سرچینې تایید شوي معلومات باید په صحنه کې د خبریالانو او سازمانونو د کار سره سمون ولری ترڅو باور وړ معلوماتو ته لاسرسی زیات شي او د حساب ورکولو میکانیزمونه پیاوړي شي.




انځور: د عام محضر کې د  مجازاتو په اړه د طالبانو د خبرتیاوو د څارنې لپاره آنلاین تعاملی  نقشه - د افغان ویټنس  لخوا راټول شوي معلومات یوه بیلګه ده، خو شنونکي تل دغه خبرتیاوې نشی تایدولای.



پداسې حال کې چې د خلاصې سرچینې تخنیکونه او د معلوماتو تایید د افغان ویټنس او د معلوماتو د مقاومت مرکز (CIR) د کار مهمې برخې دي، دا زموږ لپاره هم مهمه ده چې هغه خلک وپیژنو او یادونې یې وکړو چې په دې نقشه کې شامل معلومات یې چمتو کړي. زموږ په ویب پاڼه کې د راپورونو سربیره، تاسو کولای شئ د کیسو څو غوره مثالونه چې په افغانستان کې دننه او یا هم د افغان دیاسپورا سره د مرکو پراساس دي، تر لاسه کړۍ. دا انساني کیسې یوه موخه دا ده چې په صحنه کې د خلکو د تجربو اوسترګلید نه په استفادې سره د خلاصې سرچینې د کار نه ملاتړ وشی. موږ په دې باور یو چې دا کیسې کولای شي په هغو موضوعاتو او برخو رڼا واچوي چې په خلاصه سرچینه کې شتون نلري او هر کله چې دا کیسې زموږ د خلاصې سرچینې څیړنې سره یوځای شي، کولی شي د افغانانو د ورځني ژوند واقعیت په اړه د عامه پوهاوی د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي. 



تاسو کولای شئ  د افغان ویټنس نقشه دلته ومومئ. C4ADS دا لنډ توضیحي ویډیو جوړه کړې چې د دې نقشې مهم بڼې او شکلونه  ښیې.

bottom of page