top of page

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

انځور: افغان ویټنس. د کابل په سینګارتونونو کې د ښځینه مډلانو پوسترونه چې تور شوی 


د ۲۰۲۳ کال د جولای د ۱۹مې نیټې په سهار په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په کابل کې د سینګارتونونو مخې ته د ښځو یوه لویه ډله لاریون کړۍ. د راپورونو له مخې، ښځو دغه لاریون د طالبانو د جولای د میاشتې د دوهمې نیټې د حکم په غبرګون کې په لاره واچول چې پکې طالبانو د سنګارتونونو د تړلو دستور ورکړی وو. له دې حکم سره د خلکو له مخالفت سره سره، طالبانو د جولای په ۲۵مه امر وکړ چې په افغانستان کې ټول سینګارتونونه باید اوس وتړل شي ځکه چې د سینګارتونونو د تړلو یوه میاشتنۍ ضرب الاجل تیر شوۍ دی.


د خامه پرس آنلای  افغان خبري رسنۍ د راپور له مخې، په ټول افغانستان کې له ۱۲۰۰۰ څخه زیات د ښځو سنګارتونونه شتون لري چې ۳۱۰۰ یې په کابل کې دي او د دغو سینګارتونونو د تړلو له امله،  له ۶۰ زرو څخه زیاتې ښځې له بېکارۍ سره مخ شوي دي. احتجاج کوونکې مېرمنې، چې ادعا یې د کوله سینګارونکي دي، دنیا ورځپاڼې ته وویل چې د ښځو سینګارتونونو کې کار کول د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه ده.


د جولای په ۱۹مه، د افغان ویټنس څیړونکو د دغو لاريونونو ويډيوګانې تاييد او جغرفیایی موقعیت یې وموندل چې د کابل په نوي ښار کې په بېلابېلو ځايونو کې د سینګارتونونو مخې ته د ښځو راټولېدل ښيي.


انځور: په کابل کې د ښځو د لاریونونو جغرافیایی موقعیت [۳۴.۵۳۵۲۱۱۱، ۶۹.۱۷۱۴۱۵۹].


په لاریون کې لسګونو ښځو برخه اخیستې وه چې ډیری یې خپل مخونه پوښلي وو. لکه څنګه چې په لاندې انځور کې لیدل کیږی، دغو اعتراض کوونکی ښځې ځان سره د "ډوډۍ، کار او عدالت غوښتنې " شعارونه لیږدول.


انځور: ښخې هغه شعارونه ځان سره لیږدوی چې پکې لیکل شوی "ډوډۍ، کار، عدالت". 


د افغانستان انټرنشنل تلویزیون د لاریون په ورځ د یوې ښځې سره یوه مرکه خپره کړه چې ځان یې په "سینګارتونو کې د کارکوونکو ښځو استازې" باله. دغه ښځې وویل چې دغه لاریونونه "د عدالت او د کار د حق" په اړه وو. هغه څرګنده کړه چې دا بندیز به منفي اغیزې ولري ځکه چې ډیری میرمنې چې سینګارتونونو کې کار کوي د خپلو کورنیو "سرپرست" او "یوازینۍ ډوډۍ ګټونکي" دي او د ښځو سینګارول د دوی د عاید یوازینۍ سرچینه ده.


دغې میرمنې څرګنده کړه چې طالبانو څنګه لومړی لاره بنده کړه تر څو خبریالان و نه توانیږي احتجاج کوونکو ښځو ته ځانونه ورسوي. د افغان ویټنس څیړونکو په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور وموندل (په لاندې کې لیدل کیږی) چې د سړک د بندولو ادعا تاییدوي. دا انځور د سړک په یوه پای کې یو تور رنګه موټر او د سړک په بل پای کې د اور وژنې موټر ښیي چې د سړک په اوږدو کې د خلکو د تګ راتګ مخه نیسي. د سړک په منځ کې د ښځو یوه کوچنۍ ډله او د طالبانو ځینې پیاده عسکر لیدل کیږي.


انځور: په ټویټر کې لاس تر لاس شوی عکس چې د سړک په یوه پای کې یو تور رنګه موټر او د سړک په بل پای کې د اور وژنې موټر ښیې چې ادعا شوې وه د سړک په اوږدو کې د خلکو د تګ راتګ مخه نیسي.


دغې مېرمنې چې نوم یې نه دی ښودل شوۍ، له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې وویل چې احتجاج کوونکو ښځو ته اجازه نه ورکول کېده چې خپل ټیلیفونونه له ځان سره ولری او یا شعارونه ورکړی او د دوی نه غوښتل شوي و چې د لوړ پوړو چارواکو تر راتګ پورې دې انتظار وباسي. هغې څرګنده کړه چې لاريون کوونکو تمه درلوده چې طالبان به خبرو ته حاضر شي، خو اوروژونکي ګادي راغلل او د اوبو په شيندلو سره يې لاريون کوونکي تیت او پرک کړل.


افغان ویټنس داسې ویډیوګانې ترلاسه کړې چې ښیی چې طالبان د احتجاج کوونکو د خورولو لپاره پر هغوی اوبه شیندی. په ویډیو کې د اور وژنې ګاډۍ هم لیدل کیږی چې د لاریون په ځپلو کې د اور وژونکو د ښکیلتیا ادعا تاییدوي. طالبانو تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د ښځو د زده کړو د دوام له منع کولو وروسته د ښځینه لاریون کوونکو پر وړاندې دغه طریقه وکاروله. لاندې عکسونه د طالبانو او اور وژونکو لخوا پر ښځینه لاریون کوونکو د اوبه شیندنې سکرین شاټونه ښیې.



انځور: د جولای په ۱۹ مه د طالبانو او اور وژونکو لخوا د لاریون کوونکو د خورولو لپاره د اوبو شیندلو د ماشینونو کارول.


د افغانستان انټرنیشنل سره په مرکه کې دغه میرمنه زیاته کړه چې طالبانو د لاریون کوونکو د خورولو لپاره هوايي ډزې او "بریښنايي وسایل" وکارول او وروسته له دې چې لاریون کوونکو هڅه وکړه چې یو بل تر څنګ پاتې شي، "طالبانو له تاوتریخوالی څخه کار واخیست". که څه هم دا روښانه نده چې د "بریښنایی وسایلو" څخه د دغې میرمنې مقصد څه ده، خو ښایی د هغې اشاره پلاستيکي مرمیو ته وه. په یوه بله ویډیو کې چې د ازادي راډیو له خوا شریکه شوې وه، یوې ښځې ادعا کوله چې طالبانو د لاریون کوونکو پر ضد پلاستیکي مرمۍ وکارول او طالبان یې تورن کړ چې هغې ته یې برق ورکړۍ وو. د افغان ویټنس پلټونکو ونتوانیدل د لاريون پر مهال د داسې وسايلو شتون تایید کړي، خو په بېلابېلو ويډيوګانو کې د ډزو غږ اورېدل کیده.


 د افغان ښځو عدالت غوښتونکی غورځنګ په یوه انسټاګرام پوسټ کې د دغه لاریون یوه ویډیو شریکه کړه او ویې لیکل: «نن د سینګارګرو ښخو یوې ډله چارواکو ته د خپل آواز رسولو په موخه لاریون وکړ، خو د تل په څیر د طالبانو له خوا وځپل شول او سخت وډبول شول. . دغه غورځنګ په دغه لاریون کې د خپل ګډون پخلۍ ونه کړ. په تخار ولایت کې د ارغواني شنبه غورځنګ په نوم یوه احتجاجې غورځنګ د لاریون کوونکو ښځو په ملاتړ په کور کې دننه د ښځو د احتجاج یوه ویډیو په فیسبوک کې شریکه کړه. د ښځو د حقونو سازمانونو د دغه لاريون ملاتړ وکړ، خو په دغه لاريون کې يې د مستقيم ګډون ادعا ونه کړه. دا کار ښیی چې دغه لاریون د تیرو لاريونونو برعکس دا يو عادي لاريون و او د عامو خلکو له خوا په لاره اچول شوۍ و، نه د هغو غورځنګونو له خوا چې د ښځو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنې غږ پورته کوي.


دغه لاريون او لاريون ته د طالبانو غبرګون د نړيوالو خبري رسنیو او خبريالانو پام واړوه ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما  "د دغو سوله ييز لاريون د د ځپلو د راپورونو" په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه

bottom of page