top of page

د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله: د خلاصې سرچینې په کارولو سره د بشري حقونو سرغړونو مستند کول

د افغان وسټنس راپور په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو له ۳۰۰۰ څخه زیات ادعاوی په ډاګه کوي.

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

عکس: کانوا


د بشپړ راپور پی دی اف بڼه د پاڼې په پای ترلاسه کولای شئ.


اجرایوی لندیز


کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د دې ډلې مشرتابه د نړۍ حکومتونو ته په یوه پیغام کې وویل چې دا ځل به د دوی چلند توپیر ولری. د ښځو حقونو ته به درناوی وشي، امنیت به تامین شي او د دې ډلې مخالفان چې پخوا یې د دوی پر وړاندې جګړه کړې وه او یا یې په تېر حکومت کې کار کړی وو، ورته به عمومی بښنه وشی. دا هغه پیغامونه وو چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ډلې له خوا د کابل له نیولو وروسته په یوه وینا کې څرګند کړ.


د کابل له نیولو څخه وروسته، مجاهد د طالبانو په لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې چې وویل: "موږ ټولو ته بښنه کړې، موږ ټول هغه کسان بخښلي چې زموږ پر ضد جنګېدلي دي".  هغه زیاته کړه چې "امنیت ټینګ شوی،" او ژمنه یې وکړه چې د شریعت په چوکاټ کې به د ښځو حقونو ته درناوی وشي. کله چې له مجاهد څخه د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه وپوښتل شول، مجاهد ځواب ورکړ چې طالبان د رسنیو ازادۍ ته "زموږ د کلتور په چوکات کې" ژمن دي او خصوصي رسنۍ کولای شي خپل فعالیتونو ته "په آزاده او خپلواکه توګه" دوام ورکړي.


د ۲۰۲۱ اکتوبر راهیسې، افغان ویټنس د خلاصې سرچینې معلوماتو راټولولو او شننې د تخنیکونو څخه په استفادې سره د کاروونکو لخوا رامینځته شوي مینځپانګې او د افغانستان په اړه مطبوعاتي راپورونه راټولو، ساتلو او تایید په موخه فعالیت کوی. د دې راپور موخه په څلورو برخو یعنی د بشری حقونو څخه سرغړونه و د ژوند حق، شکنجه او آزادی، د ښځو او نجونو حقونو، د زیان منونکو او د ټولنې نه بهر پاتې شوي ډلو پر وړاندې د جرمونو ترسره کول او د مدنی ټولنې او د رسنیو آزادی کې د دې پروژې د څارنې یوه عمومي کتنه وړاندې کوی. هغه معلومات چې دې پروژې په تیرو دوو کلونو کې راټول کړي او څیړلي یې دي، ښیی چې هغه څه چې طالبانو د خپل واکمنۍ په لومړیو ورځو کې ژمنه کړې وه، ترسره شوې نه ده.


په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي. په ورته وخت کې د افغانستان د پخوانیو امنيتي او دفاعي ځواکونو د غړو د وژلو، نیولو او شکنجه کولو او غچ اخیستنې د پېښو او همدارنګه د مدني ټولنې د فعالانو او خبریالانو د نیولو په اړه ډېر راپورونه ورکړل شوي دي. د ۲۰۲۲ په اکتوبر میاشت کې طالبانو په افغانستان کې په عام محظر کې د سزا ورکولو د بیرته راستنېدو اعلان وکړ او د دې ډلې سترې محکمې په پایله کې یې د درو وهلو او د اعدام دوه حکمونه پلي کړ. په تیرو دوو کلونو کې د ښځو پر حقونو بندیزونه ډیر سخت شوي دي: په سیمه ایزه کچه د ناڅرګندتیا او ابتدایی نسبي نرمۍ له یو پړاو وروسته، طالبانو اوس مهال د ښځو د جامو د څرنګوالی، د ښځو د کار اجازه او حق، تعلیم ته د ښځو د لاسرسي او د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ په اړه فرمانونه صادر کړي دي. تر دې وړاندې هم د طالبانو، کورنیو د غړو او یا نامعلومو عاملینو له خوا د ښځو د ظالمانه وژنې سلګونه راپورونه ورکړل شوي دي.


  • د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې له ۱۵ نیټې راهیسې، افغان ویټنس د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۲۹ راپورونه ثبت کړي دي چې پکې د ژوند حق، له شکنجې څخه د ازادۍ حق، د رسنیو آزادي، د ټولیدلو ازادي، د ښځو حقونه او داسې نور شامل دي.


  • د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د پخوانیو غړو د وژلو او نیول کېدو راپورونه په پرله پسې ډول ورکړل شوي دي. د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ راهیسې، افغان ویټنس د وژنو ۱۱۲ ادعاوې او د نیول کېدو ۱۳۰ ادعاوې ثبت کړي دي او دا شمېر ښايي له اصلي شمېرو نه کم وي ځکه چې د ډېرو قربانیانو او سرغړونکو هویت لا هم معلوم نه دی.


  • همداراز افغان ویټنس د طالبانو د سترې محکمې ۵۶ فرمانونه ثبت کړي دي چې پکې تر ۳۵۰ زیاتو کسانو ته په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم شوی چې ډېری ته یې د "اخلاقي" جرمونو لکه د نامشروع اړیکو درلودلو، زنا او لواېت په جرمونو سزا ورکړل شوې ده.


  • د طالبانو حکومت پر وړاندې د پراخې او زیاتېدونکي مقاومت د ځپلو سره سره، افغان ویټنس د ښځو په مشرۍ شاوخوا ۷۰ لاریونونه تایید کړي چې لومړۍ یې د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې په لاره واچول شوه او پګې ډیری ښځې د ښځو او نجونو د تعلیم و کار حق باندې د بندیزونو د لګولو پر وړاندې احتجاج وکړ. د ۲۰۲۳ کال د مارچ له 1 څخه د ۲۰۲۳ کال د جون میاشتې ۲۷ نیټې پورې افغان ویټنس د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ۸۴ کورنې او ۱۱ د سړکونو پر سر د احتجاجونو په ګډون د ښځو لخوا ۹۵ جلا لاریونونه ثبت او وڅیړل.


  • د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۲۰مې نیټې پورې، افغان ویټنس د کورنیو غړو، ناپېژانده عاملیونو په ګډون او په ځینو مواردو کې د هغو کسانو له خوا چې ادعا کېږي د طالبانو غړي دي، د بېلابېلو عاملینو له خوا د ښځو د وژلو ۱۸۸ پېښې ثبت کړي دي. 


  • د افغانستان خپلواک رسنیو او مدني ټولنې لپاره فضا په تدریجی ډول تنګه شوې ده. افغان ویټنس د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۲۰ پورې د مدني فعالینو او اعتراض کوونکو د  نیول کېدو ۶۷ راپور ثبت کړۍ ډی.



  • په همدې موده کې افغان شاهدانو په ټول افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو، عکاسانو او په  رسنیو کې د کارپوهانو د نیولو ۹۸ راپورونه ثبت کړي دي.



  • له ۲۰۱۶ کال راهیسې، افغانستان د داعش خراسان څانګې له خوا پر هزاره او شیعه ټولنو د ګڼو بریدونو شاهد دی. دغه بریدونو د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې دوام درلود او جوماتونه، ښوونځي او مذهبي مراسم په نښه شول. د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو په بهیر کې د افغان ویټنس له خوا ثبت شوې معلومات ښيي چې د داعش خراسان څانګې په هزاره ګانو او شیعه ګانو د ۲۹ بریدونو مسوولیت منلی چې د رسنیو د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې ۱۹۳ تنه وژل شوي او تر ۴۵۴ ډېر کسان ټپیان شوي دي.


د واکمنۍ په لومړي او دوهم کال کې مختلف بهیرونه 


د افغان ویټنس له خوا د خلاصې سرچینې د ارزونې له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په لومړی او دویم کلونو کې په بهیرونو کې توپیرونه موجود وو. د راپورونو له مخې، دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې د خپلو مخالفینو په ځپلو لاس پورې کړ او د ښځو د حقونو د فعالانو، خبریالانو او اعتراض کوونکو نیولو ته یې دوام ورکړ. طالبانو پر رسنیو یو لړ بندیزونه ولګول چې دا کار د اقتصادي ستونزو او د خبریالانو د تېښتې او د سلګونو رسنیو د بندېدو لامل شو.


په افغانستان کې د وسله والو تاوتریخوالی کچه په عمومی ډول د طالبانو له واکمنۍ سمدستي وروسته کمه شوه. خو د دغې ډلې د واکمنۍ په لومړي کال کې امنیتي وضعیت نازک و چې له امله یې د اسلامی دولت په نوم ډلې پورې تړلۍ د داعش خراسان څانګه پر ملکي وګړو او طالبانو منظم بریدونه وکړل. د ۲۰۲۲ کال په پسرلی کې افغانستان په شمال کې د مقاومتی ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې شاهد و چې ډیرې ادعاوې یې راوپارولې او ځینې دغه ادعاوې د مقاومت جنګیالیو پر وړاندې د بشری حقونو د سرغړونو په اړه وو چې په کې د دغو جنګیالیو ناقانونه ( صحرایی) اعدامونه او ډله ییز نیول شامل وو او د افغان ویټنس له خوا تایید شول.


خو د طالبانو د واکمنۍ دوهم کال یو څه توپیر درلود. د ازادو سرچينو نه زموږ ارزونه ښيي چې د طالبانو له خوا د لګول شويو بندیزونو او ځان سانسورۍ په پايله کې رسنۍ او مخالفین تر ډېره په هېواد کې تیت و پرک شوي ډی، په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو د ملاتړو، د نجونو د زده کړو د حق د ملاتړو او د خبریالانو د نيولو راپورونه ورکړل شوي دي. ښځې د طالبانو د بندیزونو او فرمانونو پر ضد خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی، خو دغه اعتراضونه تر ډېره په کور کې دننه ترسره شوي دي او اعتراض کوونکو ظاهراً دا کار د دې لپاره کړي تر څو د دوی هویت پټ وساتل شی او د نیول کېدو او یا له تاوتریخوالی سره د مخامخ کېدو خطر یې کم شی. د دې ګواښونو سره سره، ښځو د فرمانونو په وړاندې سړکونو ته راووتل، په شمول د ۲۰۲۲ کال د دسامبر میشاتې د فرمان پر وړاندې چې په پوهنتونونو کې د ښځو زده کړه یې منع کړه او د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د ښځو د سینګارتونونو بندولو د فرمان پر وړاندې. افغان ویټنس تایید کړه چې طالبانو په دواړو اعتراضونو کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د هوایی دزو او اوبه شیندنې د ماشین نه کار واخیست. 


افغان ویټنس د طالبانو د واکمنۍ په دوهم کال کې د مقاومت  ځواکونو له خوا لږ فعالیت ثبت کړی او د ۲۰۲۳ کال په لومړیو څو میاشتو کې له څو لویو بریدونو وروسته چې د داعش خراسان څانګې یې مسئولیت ومانه او په خاصه توګه یې طالب چارواکي په نښه کړل، افغان ویټنس د مارچ او اپریل په میاشتو کې طالبانو له خوا د اسلامي دولت په نوم د ډلې پرهستو د عملیاتو د ترسره کولو وروسته د داعش خراسان ډلې په فعالیتونو کې د کموالی شاهد و. همداراز  داسې ښکاري چې د داعش خراسان څانګې خپل بریدونه له ملکي وګړو او د هزاره او شیعه میشتو سیمو نه د طالبانو پر موخو متمرکز کړي دي.



عکس: هغه ګراف چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۲۰ نیټې پورې د راپور ورکولو د مودې څخه مخکې د افغان ویټنس له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت شویو پیښو شمیر ښیي.



AW_ANNIVERSARY_REPORT_150823_FINAL
.pdf
Download PDF • 4.04MB

bottom of page