top of page

په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو د نیولو پېښې ډېرې وې، په داسې حال کې چې طالبانو خبریالانو ته پېژندپاڼې ووېشل.

د راپورونو له مخې د جولای له ۲۰مې او د اګست تر ۱۳مې پورې لږ تر لږه ۱۳ خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

© سیمن سالیوانچوک (Semen Salivanchuk) د کانوا له لارې


د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د جولای له ۲۰ او د اګست تر ۱۳مې نیټې ترمنځ، د افغانستان په اتو ولایتونو کې ۱۳ خبریالان د طالبانو له خوا ونیول شول. د راپورونو له مخې، په دوو اونیو کې ۱۲ خبریالان ونیول شول. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتی مرستیال مهاجر فراهي د جولای میاشتې په ۲۵مه اعلان وکړ چې خبریالانو ته د پېژندنې کارتونو د وېش لړۍ به پیل شي. فراهي په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې څرګنده کړه چې دا کارتونه هغو خبریالانو ته ورکول کیږي چې رسمي جوازونه لري او په وزارت کې ثبت دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) چې د مطبوعاتو او رسنیو د ازادۍ د ملاتړ یو سیمه ییز نا دولتی موسسه ده، ادعا وکړه چې د پیژندنې د کارتونه صادرول "د لا زیات فشار او سانسور لپاره لاره هواروی".



په ننګرهار ولایت کې د رسنیو راپور شوي ځپل او د خبریالانو نیول 



د خبریالۍ د کارتونو د وېش له اعلان څخه څه کم یوه اوونۍ وروسته د جولای په ۳۱مه، طالب ځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې داسې مهال د همیشه بهار دفتر ته ننوتل چې هلته د خبریالانو لپاره روزنیز ورکشاپ روان و. د افغانستان د خبريالانو د مرکز خبر ورکړ چې ويل کيږي په دې ورکشاپ کې شپږ ښځينه زده کوونکو ګډون درلود. په رسنیو کې د نامعلومو سرچینو په وینا، "[طالبانو] د دې ورکشاپ د ګډونوالو په وړاندې نامناسب او د سپکاوۍ نه ډک الفاظ وکارول او د نجونو او هلکانو مختلط زده کړې  یې د فحاشۍ وبلله او موږ یې له دفتر څخه وایستو". 


آمو ټلویزیون چې د افغانستان په چارو متمرکزه ډیجیټلی رسنۍ ده، د اګست په دوهمه یو ویډیويي راپور خپور کړ چې په کې ښودل کیږی چې د همیشه بهار د رسنۍ دفتر د اګسټ په لومړۍ نیټه تړل شوې ده. د آمو ټلویزیون یوه خبریال په دې ویډیو کې وویل چې دغه رسنۍ د شپږو ځوانو ښځو په ګډون ۱۶ کسانو ته د روزنیز پروګرام دایرولو له امله وتړل شوه. په دې ویډیويي مرکه کې د رادیو یوه کارکوونکي وایی چې د طالبانو ځواکونه مخکې له دې د دې دفتر نه لیدنه وکړه او د دفتر کارکوونکي یې "وډارول" او زیاته یې کړه: "زموږ همکاران ونه شوای کولای دفتر ته راشي". 



د آمو ټلویزیون د خبریال د راپور له مخې، په ننګرهار ولایت کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ټولنې طالبانو له خوا د همیشه بهار تلویزیون له کارکوونکو سره د " د گواښ او تاوتریخوالی نه ډک" چلند باندې نیوکه وکړه. د ننګرهار د ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنې مشر چې په دې ويډيو کې لیدل کیږی، د ننګرهار له امنيتي مسئولينو څخه وغوښتل چې دغه موضوع روښانه کړی او ويې ويل: "که کوم شکايت وي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د چارو د همغږۍ رياست ته دې راجع شی؛ که نه نو دا ډول چلند د بیان له ازادۍ څخه سرغړونه ده". د آمو تلویزیون خبریال زیاته کړه چې "ځینې خبریالان (...) ادعا کوي چې طالبان د بیان ازادي له منځه وړي". یو بل خبریال چې د دې ویډیو په پای کې خبرې کوي، وویل چې طالبانو تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د صفر رادیو د خبریال عرفان الله بیدار په ګډون دوه خبریالان نیولي وو.



د اګست میاشتې په ۶مه د همیشه بهار راډيو او ټلوېزيون د دفتر له تړل کېدو وروسته، د افغانستان د خبريالانو مرکز په جلال اباد ښار کې د همیشه بهار د دفتر په ودانۍ کې د 'ځوانانو راډيو' او 'نن راډيو' د فعاليت د بندولو په اړه د طالبانو د پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د راپورونو له مخې، طالبانو د اګست په ۱۰مه په جلال اباد ښار کې د کلید راډیو دوه خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان آقا صالح یې ونیول. ادعا شوې وه چې په کابل کې سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې تر څو د لوړ پوړو چارواکو لیدنو کتنو ته پوښښ ورکړي.



په نورو ولایتونو کې د خبریالانو نیول کیدل  



د جولای میاشتې په ۲۱مه نیټه، د خبریالۍ د کارتونو د ویش د اعلان څخه څلور ورځې وړاندې خبر ورکړل شو چې طالبانو په فاریاب ولایت کې د 'ممتاز' راډیو بنسټ ایښودونکی او مالک امین الله عالمي یې ونیوه. ۱۰ ورځې وروسته، ۸ صبح رسنۍ د بلخ په ولایت کې د جولای د ۳۱مې نیټې د اورلګیدنې پېښې د پوښښ پرمهال د دریو خبریالانو د نیول کیدو خبر ورکړ. د ۸ صبح رسنۍ د خبر له مخې، نیول شوي کسان د آریانا نیوز خبریال نجیب فریاد او د عاطف آرین او صبغت الله توران په نومونو دوه سیمه ییز خبریالان وو.



د افغانستان د خبریالانو مرکز د اګست میاشتې په ۹مه نیټه اعلان وکړ چې د راپورونو له مخې، طالبانو په غزني ولایت کې د سید وحدت الله ابدالي په نوم یو بل سیمه ییز خبریال نیولی دی. دغې نادولتي موسسې زياته کړه چې ابدالي د باختر دولتي خبري اژانس کارکوونکۍ و او درې ورځو لپاره د طالبانو په بند کې و. د راپورونو له مخې، د ابدالي له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، طالبانو په کندز ولایت کې د سلام وطندار راډیو خبریال حسیب حساس ونیوه.



د دغو پیښو په دوام کې، څلور خبریالان په ترتیب سره د اګست میاشتې په ۱۱مه او ۱۳مه په پکتیا او کندهار ولایتونو کې ونیول شول. نیول شوي کسان د آریانا نیوز خبریال حبیب الله سراب، عطاالله عمر، شمس عمري او وحید الرحمن په نومونو یاد شوي وو. ۸ صبح رسنیۍ خبر ورکړ چې طالبانو په کونړ ولایت کې یو بل خبریال هم نیولی دی. د اګست میاشتې په ۱۳مه، د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړ چې د ادعاوو له مخې، په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه ییزو رسنیو ته امر کړۍ چې د ښځو غږونه دي نه خپروي.



شننه: د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې نه تر اوسه د خبریالانو د نیول کیدو تر ټولو لوړه ثبت شوې شمیر



په لاندې کې د مهال ویش انفوګرافیک د خبریالانو پروړاندې د پیښو زیاتوالی ښیې چې د جولای میاشتې په ۲۵مه خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونو د ویش د حکم وروسته پیښ شوي. په مهال ویش کې د خبریالانو د نیول کیدو ادعاوې، پر رسنیو بریدونه او نور نیدیزونه شامل دي.



عکس: د رسنیو د ځپلو راپور شوي قضیې چې د جولای میاشتې له ۲۵ څخه تر اګست میاشتې ۱۳مې نیټې  پورې رامنځته شوي. دا پیښې د افغان ویټنس له خوا په خپلواکه توګه تایید شوي ندي.


لکه څنګه چې په لاندینۍ ګراف کې ښودل شوي، د جولای میاشتې د ۲۰مې څخه د اګست میاشتې تر ۱۳مې پورې د خبریالانو د نیول کیدو شمیر د ۲۰۲۳ کال د جنوري میاشتې راهیسې ترټولو لوړ شمیر دی چې د افغان ویټنس له خوا ثبت شوي.



عکس: هغه چارټ چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې له ۲۰ څخه د ۲۰۲۳ کال د اګسټ میاشتې تر ۱۳مې  پورې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د راپور شوي نیولو میاشتنۍ شمېر ښيي. افغان ویټنس نه دی توانیدلای چې دغه راپورونه په خپلواکه ټوګه تایید کړی.


په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې، افغانستان د فشارونو د زیاتیدو او د خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې لپاره د فضا د تدریجي تنګیدو شاهد دی. د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې له ۱۵مې او د جولای تر ۲۰مې نېټې پورې، افغان ویټنس د مدني ټولنې، د بشري حقونو د ملاتړو او د رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ۳۱۶ ادعاوې ثبت کړي چې په دې کې د خبریالانو، عکاسانو او رسنیو د کارپوهانو د نیول کېدو ۹۸ ادعاوې هم شاملې دي.


طالبانو د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې له ۱۶مې راهیسې، د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي. په نیول شویو خبریالانو کې یو هم وحید الرحمن افغانمل دی چې د راپورونو له مخې په کندهار ولایت کې له بنده خوشې شو. د نورو نیول شویو خبریالانو برخلیک تر اوسه معلومه نه دی.

bottom of page