top of page

په کابل کې د دولتي کارکونکو د سپرلۍ مینی بس په نښه شو

د کابل پولیس ادعا کوي، د برید په پایله کې اته تنه ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲ مه، د کابل په پنځمه ناحیه کې په ځايي وخت د سهار په ۸:۰۰ بجو د یوې چاودنې خبر ورکړل شو، د آماج نیوز د خبر له مخې د برید هدف د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو د لېږدولو یو منی بس و، د شفقنا په نامه یوې نړیوالې شیعه خبري ویب پاڼې راپور ورکړی چې د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د برید په پایله کې اته تنه ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي، د افغان وتنس پلټونکي نشي کولی د قربانیانو شمیر په ښکاره توګه تایید کړي.


د هغه مینی بس عکس چې د ځدراڼ په وینا د سړک د غاړې د ماین په واسطه په نښه شوی و، د سلام وطندار افغان راډیو شبکې له خوا شریک شوی، او د افغان وتنس پلټونکو لخوا لاندې جیولیکیشن شوی.



انځور: د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د مینی بس د چاودنې جغرافیایي موقعیت. [34.523861, 69.119548]


که څه هم د عکس د فاصلې او کیفیت له امله د زیان لیدل ممکن ندي، دا ممکنه ده چې د اور وژونکي او د مینی بس سره نږدې د موټر د کش کولو شتون وڅیړئ، کوم چې کولی شي د موټر د زیان شدت په ګوته کړي.




د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر ۳ پورې، کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې.


په کابل کې د افغان وتنس لخوا د ادعا شویو ملکي وګړو په نښه کولو کې مخکې هم ورته پیښې راپور شوي او تحلیل شوي دي:


د اپریل په ۳۰ مه د کابل ښار د دریمې حوزې په مربوطاتو کې د ملکي وګړو یو بس د مقناطیسي ماین په واسطه په نښه شو، د پېښې پړه داعش ډلې منلې وه.


د جون په ۱۱مه، د کابل ښار د ۱۲مې حوزې په مربوطاتو کې یو مینی وان د دولتي کارکوونکو د لېږدولو پر مهال له ماین سره برابر شو، د دغی پېښې پړه هم داعش ډلې منلې وه.


د اکټوبر په ۸ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو مینی بس چې دولتي کارکونکي یې لېږدول د سړک غاړې ماین په نښه کړ، د برید پړه کومې ډلې نه ده منلې.


خبریال: افغان وتنس ۳ نومبر ۲۰۲۲

bottom of page