top of page

د افغانستان تر ټولو ستر پوځي روغتون کې چاودنې وشوې

افغان وتنس له بریدونو څخه ده یو برید جغرافیه یی موقعیت پیدا کړی، او شته فیلم یې تحلیل کړي

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

خبرداری: په دې مقاله کې ځینې ګرافیک لینکونه او مواد شتون لري. افغان شاهد د ګرافیک عکسونو سانسور لپاره هڅې کړې دي.


د نومبر په دویمه سهار د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د سردار داوود خان روغتون ته څېرمه د دوو چاودنو غږونه واورېدل شول. دغه روغتون چې ۴۰۰ بسترونه لري په افغانستان کې تر ټولو ستر پوځي روغتون دی.


خبري اژانسونه وايي، لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي، سیمه ییزو سرچینو د لږ تر لږه ۲۳ تنو د وژل کېدو او ۵۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. اسلامي دولت خراسان ولایت وروسته د خپلو ټیلیګرام چینلونو له لارې د برید ادعا وکړه.


د طالبانو د چارواکو په وینا، د سه شنبې په ورځ د پوځي روغتون دروازې ته دوه چاودنې وشوې، وروسته سمدستي د درنو وسلو ډزې وشوې.


افغان وتنس د روغتون په انګړ کې د یوې چاودنې پخلی کړی دی:



۱ شکل: د چاودنې ځای (سور) او د ډزو ځای (نیلي)


په ویډیو کې، درې وسله وال کسان لیدل کیږي چې د روغتون په انګړ کې ګرځي، د دریم کس سره - چې ښکاري بې حرکته په ځمکه کې پروت دی.


عیني شاهدانو ادعا کړې، چې تر چاودنې وروسته ناپېژانده وسله وال د ډزو کولو سره روغتون ته ننوتل.




۲ شکل: د روغتون له دروازې بهر د دریو وسله والو جغرافیایي موقعیت.


د راپورونو له مخې طالبانو د ځمکنیو ځواکونو او چورلکو په ځای پر ځای کولو ځواب ورکړ:



۳ شکل: د برید په ساحه کې دوه چورلکې الوتنې کوي.


په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور خپور شوی چې ادعا کوي د دوو بریدګرو جسدونه دي،

د افغان وتنس لخوا جغرافیه یی موقعیت تایید شوی چی د روغتون اصلي ودانۍ ته د ننوتلو لار کی موقعیت لري:



۴ شکل: د روغتون د ننوتلو د سپوږمکۍ عکس (پورته چپ اړخ)، د روغتون د ننوتلو انځور (لاندې چپ اړخ)، د وژل شوي اسلامی خلافت خراسان ولایت جنګیالیو د عکس په پرتله.



۵ شکل: د روغتون برید ته کتنه.


په حقیقت کې د طالبانو چارواکو د پیښې اندازه کمه ښودلې.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه بريد کې پنځه بريدګر په پنځلس دقيقو کې له منځه وړل شوي او درې ښځې، يو ماشوم او درې طالبان له روغتون بهر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په روغتون کې دننه چا ته زیان نه دی رسېدلی.



6 انځور: د طالبانو اعلامیه چې ادعا کوي پنځه بریدګر په 15 دقیقو کې له پښو غورځیدلی.


دا هم ویل شوي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو جګپوړی قوماندان، د کابل د قول اردو مشر مولوي حمدالله مخلص او یو له لومړنیو طالب قومندانانو څخه و چې د تیر اګست په میاشت کې د کابل له نیولو سره سم ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.

اسلامی خلافت خراسان ولایت په خپلو ټیلیګرام چینلونو کې ویلي چې یو ځانمرګی واسکت، څو بریدګر او یو موټر بم کارول شوی او دا چې "د اسلامي دولت ډلې پنځه جنګیالیو په ورته وخت کې همغږي بریدونه ترسره کړي".

د بیان له مخې، د ډلې یوه غړي مخکې له دې چې نور غړی روغتون ته دننه شي، د چاودیدونکو توکو یو کمربند د روغتون په دروازه کې وچاوه چی نورو ته د ننوتلو آسانتیا برابره کړی.



۷ شکل: د اسلامی خلافت خراسان ولایت د برید ادعا.


اعماق نیوز د برید په اړه یوه مقاله لیکلې، چې په خپلو شخصي ټیلیګرام چینلونو کې یې خپره کړې، چې په کې یو ځانګړی انځور ښودل شوی، چې د برید له ترسره کېدو مخکې ښکاري، چې طالبان د روغتون ساتنه کوي:



۸ شکل: د برید په اړه د اعماق خبري مقاله د ټیلیګرام چینل څخه.


د اعماق نیوز لخوا ورکړل شوي عکس، او د برید وروسته د عکس په کارولو سره، افغان شاهد وتوانید چې یو عکس تصدیق کړي ګرافیک چې ادعا کیږی د اسلامی خلافت خراسان ولایت یو برید کونکي څخه و. داسې ښکاري چې بریدګر د VBIEDموټر بم برید مسؤل و چې د موټرسایکل په کارولو سره د روغتون انګړ ته ننوتل



۹ شکل: د روغتون په دروازه کې د ځانمرګي بریدګر جغرافیایي موقعیت.


له برید یوه ورځ وروسته، طالبانو د "تصفیوی عملیاتو" ویډیو خپره کړه. افغان وتنس د روغتون د اصلي ودانۍ چت په ویډیو کی تایید کړ.



۱۰ شکل: د طالبانو د تصفیوي عملیاتو ویډیو څخه د سکرین شاټ جیولیکیشن.


اسلامي دولت خراسان ولایت په ۲۰۱۷ کال کې پر روغتون یو پېچلی برید وکړ، چې تر ۳۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

تېره میاشت، دغې اورپکې ډلې په کندهار کې د شیعه ګانو پر تر ټولو لوی جومات د برید پړه پر غاړه واخیسته، چې هزاره توکمه یې په نښه کړل.

تر دې یوه اونۍ وړاندې هم دوی د کندز ښار په یوه جومات کې د ځانمرګی برید ادعا کړې وه چې یې هم شیعه مسلمانان په نښه کړی.


د مذهبي او قومي لږکیو تر څنګ، دغې اورپکې ډلې تر دې مخکې هم افغان امنیتي ځواکونه، افغان سیاستوال او وزارتونه، طالبان، د امریکا او ناټو ځواکونه, او نړیوال سازمانونه په نښه کړي دي.


افغان وتنس به د دې ډلې فعالیت څارنې ته دوام ورکړي.


راپور وركونكي: افغان وتنس.

3 Nov 2021

bottom of page