top of page

د ښځینه افسرانو او د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون د طالبانو له خوا د افغانستان د پخوانی امنيتي او دفاعي ځواکونو د وژلو ادعاوې په پرله پسې ډول خپریږي.

په داسې حال کې چې د دغو ادعاوو او قضیو بشپړ تایید ستونزمن کار دی، واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسې دا ډول ادعاوې تل شتون درلودلي.

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

District government, Afghan security forces demonstrate progress during Marjah Day [Image 3 of 7] by DVIDSHUB is licensed under CC BY 2.0.


 مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ټولنیزو رسنیو مینځپانګې (معلومات) ځینې لینکونه د شخصی محرمیت او خوندیتوب ساتلو په موخه  لرې شوي دي. افغان ویټنس د ځورونکي معلوماتو او انځورونو درلودونکي لینکونو تر مخ خبردارۍ لیکی. 



د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۸مه  د ټولنیزو رسنیو کاروونکو داسې انځورونه خپاره کړل چې د ادعاوو له مخې د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د دوو پخوانی غړو او د هغوی د کورنیو د غړو جسدونه ښودل چې د راپورونو له مخې په هرات او پکتیا کې د طالبانو له خوا وژل شوي وو.



د ټوییټر یو کارونکۍ چې له ۳۰۰۰ څخه زیات پلویان لري د دوو مړو د انځورونو په ګډون، درې عکسونه شریک کړ او ادعا یې وکړه چې طالبانو د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د غني جان په نوم د محلي پولیسو یو پخوانی افسر او د هغه دوه زامن ووژل. د یوه خبریال د انسټاګرام پوسټ له مخې چې ۱۸.۱ زره پلویان لري، طالبانو قربانیان وهلي او ډبولی وو. په پوسټ کې شریک شوی د کورنۍ عکس یو سړۍ د دوو هلکانو سره ښیی چې دواړه کوچني ښکاري. خو په ټولنیزو شبکو کې د جسدونو شریک شوي عکسونه یوازې دوه تنه ښودل.


په انځورونو کې د لیدو وړ د جسدونو او د کورنۍ انځور ترمنځ پرتله د افغان ویټنس پلټونکو ته دا امکان ورکړ چې معلومه کړي چې یو جسد د کوچني هلک او بل د یو بالغ سړي، ممکن د هلک پلار وي. د افغان ویټنس پلټونکو په ټولنیزو رسنیو کې د لوی هلک د جسد عکس ونه موندل. د بالغ سړي د جسد عکس د هغه د پوزې په شاوخوا کې لږ مقدار وینه ښودله، کوم چې کولای شي د وهلو ډبولو تور تایید کړي.


په همدې ورځ د هدیه نیوز په نوم د ټویټر پروفایل چې یو آزاد خبریال پورې اړه لري، د دریو بیلابیلو جسدونو یو انځور [خبردارۍ: ځورونکی انځورونه] شریک کړ. دغه ټویټر کارونکی ادعا وکړه چې د جون په ۲۸مه چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې سره سمون درلود، طالبانو د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې اکبرخان او د هغه دوه زامن ووژل چې اکبر خان په ځینو پوستونو کې د افغانستان د پخوانی ملی اردو غړۍ او په ځینو نورو پوستونو کې د سیمه ییز پولیسو پخوانی قومندان ویل شوۍ و.


په سویډن کې میشت د (VOC) په نوم د یو افغان خبري اژانس د راپور له مخې، قربانیان د طالبانو له خوا په ډزو ویشتل شوي وو. د راپورونو له مخې، د طالبانو غړو "ښځه" وهلې ډبولې وه او "د کور ټول نارینه یې" وژلي وو. د جسدونو انځور [خبرداری: ځورونکي انځورونه] د مشر زوی پر پوزه او د پلار پر باړخو، پوزه او تندی لږ زخمونه ښودل چې ممکن د وهلو ډبولو له کبله رامنځته شوۍ وی. په انځور کې یو له قربانیانو څخه د هغه د مخ ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره ماشوم ښکاریده.


د پخواني افغان امنیتی ځواکونو ښځینه غړو د وژلو د ادعا په شمول، درې نورې پېښې 


د راپورونو له مخې، له پورتنیو پېښو یوه اونۍ وړاندې د جون میاشتې په ۲۰مه او ۲۲مه، درې نور کسان چې د ادعا شوې وه د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونو پخواني غړي دي، په هلمند، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې په ناقانونه ډول ووژل شول. وژل شوي کسان د ملي امنيت پخوانۍ کارکوونکې بي بي زهرا او د افغانستان د پخواني  پوځ سرتېري بسم الله ترکمن او محمد حنیف په نومونو یاد شوي وو.


د بي بي زهرا وژنه د هغو ښځو د وژنې له څو ثبت شویو قضیو څخه یوه ده چې د پخواني افغان حکومت  امنیتی ځواکونو غړي وو. په هغه اونۍ کې د دوه نور راپور شوي صحرایی اعدامونو پرته، د یو جسد عکسونه شتون درلود چې د دې پیښې په اړه یې شواهد وړاندې کول. که څه هم په عکس کې جسد پټ شوی و، خو د آماج نیوز او KabulNow په ګډون، یو شمېر سیمه ییزو رسنیو ادعا وکړه چې زهرا بي بي اول شکنجه او بیا په ډزو وژل شوې وه. 


ادعا شوې وه چې د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو یو بل اعدام شوی غړی بسم الله ترکمن د خپلې کورنۍ مخې ته په ډزو ووژل شو. د محمد حنیف د اعدام څرنګوالۍ معلوم نه دی. د هغه د وژنې ادعا د اپریل په 16 د هغه د نیول کیدو راپور یوه میاشت وروسته خپور شو.


په همدې شان ادعا شوې وه چې د جون په لومړۍ نېټه د افغانستان د پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونو یو بل غړی جمشید میرزايي هم د طالبانو له خوا ونیول شو، سخت شکنجه شو او د راپور له مخې د څه مودې لپاره په نامعلوم ځای کې بندی او  وروسته ووژل شو.


د طالبانو له خوا د پخوانی افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کېدو په اړه پرله پسې ادعاوې کېږي چې ډېری یې د یادو کسانو زاړه انځورونه او کله هم د مړو عکسونه ښیي. د محدودو شواهدو له امله، ډیری وخت د وژنو د څرنګوالی تایید یا دا چې دغه وژنې چا ترسره کړیُ ناشونې دی. خو له هغه راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په پرله پسې ډول د دا ډول وژنو ادعاوې شوي دي.



پرله پسې ادعاوې 


د طالبانو له خوا د عفوې او بخښنې د لومړنیو ژمنو سره سره، د طالبانو لخوا د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو په نښه کولو ادعاوې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې دوام لري. نیویارک ټایمز په یوه تحقیقی راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې خپور شو، ادعا وکړه چې طالبانو په افغانستان کې د خپل بیا واک ترلاسه کولو په لومړیو شپږو میاشتو کې د امنیتی ادارو د افسرانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ پخواني دولتي کارکوونکي وژلي یا یې ورک کړي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر منځ، لږ تر لږه ۳۰۶ ناقانونه اعدامونه مستند کړي چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د ورته نورو اعدامونو راپور ورکړل شوی دی.


د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۱۰مې پورې، افغان ویټنس د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پخوانی غړو او د هغوی د کورنیو د غړو د شکنجې، خپلسري بندی کولو، وژنې او پر هغوی د بریدونو ۱۰۸ ادعاوې ثبت کړۍ دی. په دغو قضیو کې په ۱۹ ولایتونو کې د خپلسرو وژنو ۵۷ ادعاوې او په یوه نا معلومه ځای کې د وژنې یوه پیښه شامله ده. په دغو پیښو کې د افغانستان د پخوانی امنيتي او دفاعي ځواکونو د غړو وژل، د امنیتی ساتونکی، د پولیسو پخوانی افسران، پخوانی پوځیانو او د هغوی د خپلوانو وژل شامل دي.



انځور: یوه نقشه چې د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د خپلسري وژنو د ادعا شویو قضیو موقعیت او شمیر په ګوته کوي او د هغو راپورونو پر بنسټ دي چې افغان ویټنس  د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې نه  د جولای د ۱۰مې نیټې په بهیر کې ثبت کرۍ.


ډیری خپلسرې اعدامونه په کابل کې (۹)، ورپسې بدخشان (۵)، بلخ (۵)، هرات (۵)، کندهار (۵) او ننګرهارکې (۵)  راپور شوي دي. په جوزجان او لغمان ولایتونو کې د اعدام څلور پېښې ثبت شوې دي. په پاتې والیتونو کې د اعدامونو شمیر د یو او دریو ترمنځ توپیر درلود. د دغو خپلسرې اعدامونو په پایله کې د ۷۲ کسانو د وژل کیدو ادعاوې شتون درلود. یو شمېر قربانیان، چې ادعا کېده د افغانستان د پخوانی امنيتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو غړي دي، د اعدام پر مهال کم عمره وو.

bottom of page