top of page

ښځې خبرې کوي

افغان میرمنې د زیاتیدونکي فشار سره سره چي چوپ پاتې شي غږ کوي

ramin-labisheh-RznGbD7VAg8-unsplash.jpg

د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو ورځو راهیسې په افغانستان کې ښځو د دوی د واکمنۍ پر ضد لاریونونه کړي دي، مدني

فعالان سړکونو او ټولنیزو رسنیو ته راوتلي دي ترڅو د طالبانو لخوا د تعلیم، کار او عامه او سیاسي ګډون په برخه کې

د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د محدودیتونو په وړاندې اعتراض وکړي.



د افغان وتنس ریکارډونه ښیې چې د ښځو په مشرۍ لومړی لاریون د ٢٠٢١ کال د اګست په ١٧ په کابل کې وه، د

ګواښونو او په لاریونونو باندې د طالبانو د نیمایي بندیز سره سره میرمنو سړکونو ته راووتل او په ځینو مواردو کې یې

د کور دننه مظاهرو ته لاره هواره کړه، له هغه وخت راهیسې چې لاریونونه پیل شوي ښځینه فعالانې د طالبانو له خوا

له سختو اقداماتو سره مخامخ شوي دي دواړه په صحنه كي او آنلاین.


د جنورۍ په ١٩ د راپورونو له مخې د طالبانو لخوا دوه ښځینه لاریون کونکي وتښتول شوې، په یوه ویډیو کې چې په

ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې د تمنا زریاب پرواني په نوم یوې مظاهره کوونکي په بې صبرۍ سره د مرستې غوښتنه

کړې او ویلي یې دي چې طالبانو د هغې پر کور چاپه وهلې ده. له دې لږ وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې

طالبانو تمنا د هغې درې خویندې او یوه بله مظاهره کوونکې پروانه ابراهیم خیل بندیان کړي دي، طالبانو په عامه توګه

د ښځینه فعالانو په توقیف کې هر ډول لاس وهنه رد کړه پشمول له بي بي سي سره په مرکه کې ، تر هغه ځایه چې

پریانۍ یې د پیښې په ترسره کولو تورنه کړه، د فعالانو ورکیدو د کورنیو او نړیوالو کمپاینونو ډلو او همدارنګه د ملګرو

ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو بیانونو غوسه راپارولې.



څلور اعتراض کوونکي ښځې، چې ادعا کېږي د طالبانو له خوا توقیف شوې او وروسته خوشې شوې، چپ خوانة

ښۍ خوا ته، ډاکټر زهرا محمدي، پروانه ابراهیم خېل، مرسل عیار او تمنا زریاب پرواني.



د فبرورۍ په ۱۱مه، د دوی له نیول کېدو نږدې درې اوونۍ وروسته، داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو پروانه

ابراهیم خيل، مرسل عیار او زهرا محمدي خوشې کړي دي، یوه ورځ وروسته خبر شو چې تمنا پریاني او د هغې درې

خویندې هم خوشې شوې دي. په دې اړه د طالبانو لخوا کوم رسمي تایید نه دی شوی چا چې د کوم نیول کیدو څخه انکار

کړی او د فعالینو یا د دوی د کورنیو لخوا هیڅ تبصره نه ده شوې.


د فعالینو د راپور له خپریدو دمخه أفغان وتنس د ښځو لاریون کوونکو او د مدني ټولنې فعالانو سره خبرې وکړې ترڅو

پوه شي چې ټولنه د ورکیدو په اړه څه ډول غبرګون ښیې، د محرمیت او امنیتي اندیښنو له امله أفغان وتنس د فعالینو

نومونه او هویت نه څرګندوي.



د کورنيو د غړو او ملګرو فعالینو ځورول


د ښځو د حقونو فعالانو افغان وتنس ته وویل، د توقیف شویو او ورکو شویو ښځینه فعالانو شمېر د هغو شمېرو په

پرتله چې په رسنیو کې خپرېږي زیات دی، دوی زیاته کړه چې د بندیانو او ورکو شویو مېرمنو کورنیو د طالبانو له

خوا د بندیانو د شکنجه کېدو له وېرې له رسنیو سره د خپلو نومونو او جزئیاتو له شریکولو ډډه کړې ده. یو تن فعال د

أفغان وتنس ته وویل، طالبانو کورنیو ته خبرداری ورکړی چې که دا موضوع له رسنیو سره شریکه کړي نو عواقب به

یې بندیان وي. په ورته رګ کې ټولنیز بدنامي او د ښځو په شاوخوا کې د زنداني کیدو او په احتمالي توګه د جنسي

ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې په اړه د کورنیو خاموشه کړې دي.


فعالانو أفغان وتنس ته وویل، د ښځو د اعتراض کوونکو له توقیف راهیسې، طالبانو د دوی ملګري فعالان د بندیانو د

تلیفوني اړیکو او پیغامونو له لارې ځورولي دي. ډیری ښځینه لاریون کونکي پټ شوي پداسې حال کې چې ځینې یې له

هیواد څخه په تیښته بریالي شوي. یوې ښځینه فعالې أفغان وتنس ته وویل چې هغه باید خپل ځای او سیمکارت بدل کړي

ځکه چې هغې ته د نامعلومو شمیرو څخه ګواښونکي پیغامونه رسیدلي، هغې ویره درلوده چې طالبانو د هغې تلیفون

تعقیب کړی دي.



د فعالانو په وینا، کورنیو ته د بندیانو د ځای په اړه هیڅ اشاره نه ده شوې، يو تن فعال افغان وتنس ته وويل چې له ډېرو

هڅو سره سره يې کورنۍ له بنديانو سره خبرې نه دي کړي او نه يې ورسره ليدلي دي. طالبانو پر دوی فشار راوړی

چې دا موضوع نوره په رسنیو کې راپورته نه کړي.



د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالانو د توقیف ځایونو دننه وضعیت او د ښځینه پولیسو د نه شتون په اړه اندیښنه

څرګنده کړې ده، فعالانو د لومړنیو بشري اړتیاوو لکه اوبو او خوړو ته د بندیانو د نه لاسرسي او په زندانونو کې د

جنسي ځورونې او ناوړه چلند په اړه د دوی د زیان په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې.



د مدني ټولنې ځواب


د مدني ټولنې غړو او د ښځو د حقونو فعالانو چې ډیری یې اوس په جلا وطنو کې دي په ډیری لارو کې د لاریون

کونکو او توقیف شویو میرمنو د خوشې کیدو ملاتړ کړی، دوی په ټویټر کې (زموږ خویندي ازادي كړي) په څیر آنلاین

کمپاینونه پیل کړي، او بیانونه یې خپاره کړي چې د ښځینه لاریون کونکو توقیف وغندي او د دوی د سمد ستي خوشې

کیدو غوښتنه کوي.


د دې ترڅنګ، سازمانونه په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د فعالینو د ملاتړ لپاره ډلې او د همغږۍ میکانیزمونه

جوړوي، د بیلګې په توګه شپږ افغان او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو د جنوري په وروستیو کې د افغانستان د بشري

حقونو د همغږۍ یو نوی میکانیزم پیل کړ، چې د هیواد د بشري حقونو مدافعینو او مدني ټولنې ساتنه او ملاتړ وکړي.


دغه ښځينه فعالانې چې په افغانستان کې د مدني ټولنې بنسټونه هم چلوي، افغان وتنس ته وويل چې د دوى همکارانو له

طالبان چارواکو سره ليدنې کړې او د لاريون کوونکو د ښځو د خلاصون غوښتنه يې کړې ده، په هرصورت دوی د

مدني فعالیت او بیان ازادۍ سره د طالبانو د انکار او سخت مخالفت په اړه خپله خپګان او غوسه څرګنده کړه.



افغان میرمنو د طالبانو لخوا د ښځو د تعلیم، کار او عامه او سیاسي ګډون پر حقونو د محدودیت پر ضد لاریون وکړ.



له بلې خوا هڅې روانې دي چې د امکان تر حده ډېر فعالان له افغانستانه بهر خوندي ځای ته ولېږدوي، دغو فعالانو

چې له افغان وتنس سره يې خبرې کولې د امنيتي اندېښنو له امله د دغو اقداماتو جزئيات شريک نه کړل، خو ويې ويل

چې دوى يو شمېر ښځې خوندي کورونو کې ځاى پر ځاى کړي، او له خپلو پراخو شبکو سره همغږي دي چې له

هېواده يې وباسي، دوی وویل چې دوی نور مالي مرستې ته اړتیا لري ترڅو د خطر سره مخ میرمنې وژغوري ځکه

چې ځینې فعالین یوازې د څو جامو سره خپل کورونه پریښي دي.



په همدې حال کې ښځې اعتراض کوونکي اوس په تېرو شپږو میاشتو کې د خپلو کړنو ارزونه کوي. دوی خپلې

کمزورتیاوې او قوتونه پیژني، یوې مظاهره کوونکي أفغان وتنس ته وویل چې د ښځینه فعالانو وروستیو توقیفونو د

دوی مورال خراب کړی دی، په هرصورت هغې وویل چې دوی به لاس تري وانخلي.


bottom of page