د طالبانو تر واک لاندې د سیکانو ټولنه
ماتي شوي ژمنې او د کابل په وروستۍ پاتې ګوردواره باندې وحشیانه برید

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، طالبانو د افغانستان پلازمینه کابل تر خپل واكمني لاندې راوست، د نیولو وروسته دوی د پخوانیو امنیتي ځواکونو په ګډون د خلکو لپاره عمومي بخښنه اعلان کړه.

بله ورځ د اګست په ۱۶مه د طالبانو څو غړو د کارته پروان په ګوردواره معبد کې چې د کابل له شپږو ګوردوارو څخه یوه ده، د افغان سکهانو او هندوانو د مذهبي ټولنې له استازو سره وکتل.

طالبانو د سپين بيرغ د پورته کولو په بدل کې د ټولنې خونديتوب تضمين کړی، ترڅو وښيي چې دوی د طالبانو واکمني مني.

د کارته پروان په ګوردواره کې د وروستیو څو سیکانو پاتې کیدو ته د طالبانو لخوا د خوندیتوب ډاډ ورکولو سره سره، د اکتوبر په پنځمه ماسپښین شاوخوا ٢٠ وسله وال ګوردواره ته ننوتل، ساتونکي یې وتړل او د سي سي ټي وي کمرې یې ویجاړې کړې.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې وسله وال ښيي چي لكه طالبان ښکاري، وسله وال د نیم ساعت لپاره په ګوردواره کې دننه ول.
دوی هغه کوټه وموندله او ویجاړه یې کړه چیرې چې طالبانو د اګست په ١٥ نیټه له سیکانو سره ولیدل.
موږ د نښتې ویډیو له برید وروسته د بلې ورځې بلې ویډیو سره د کراس حواله کولو سره تایید کړه.

سیکانو په افغانستان کې د ځورونې وروستی تاریخ لري، د ۲۰۲۰ کال د مارچ په وروستیو کې د کابل په شور بازار کې پر دویمه وروستۍ پاتې ګوردواره د یوه ځانمرګي برید له امله چې ۲۵ سيکان په کې ووژل شول.
داعش د برید مسوليت پر غاړه واخیسته، او د حملي نه وروسته د شور بازار د ګوردواره خپلي دروازې یې وتړلې.
په افغانستان کې سیکانو په تیرو کلونو کې له تبعیض او هدفي وژنو سره مخ شوي، چې له امله یې په زرګونو سيکان او هندوان له افغانستانه کډه شوي دي.

همدا اوس په کابل کې د شپږو ګوردوارو او د هندوانو له دوو معبدونو څخه یوازې د کارته پروان ګوردواره خلاصه ده، او هغو سیکانو او هندوانو ته پناه ورکوي چې د افغانستان د سیمو د نیولو په لور د طالبانو د پرمختګ له امله له غزني او ننګرهار څخه تښتېدلي دي.

اوس په افغانستان کې پاتې سيکان او هندوان په افغانستان کې د دغې مذهبي اقلیت ډلې د وضعیت د خرابیدو له امله له نړیوالې ټولنې څخه د هغوی د ایستلو غوښتنه کوي.