هغه معلومات چې د داعش خراسان څانګې له خوا خپاره شوي، ښکاره کوي چې د دغې ډلې هستې کوچني او کمې شوي دي.
ارزونې د زیات شمیر وسلو نشتوالی هم په ګوته کوي چې د دې ډلې لخوا په تیرو عکسونو کې خپاره شوي وو.
الفرقان چې د اسلامي دولت (داعش) پورې تړلې رسنۍ ده، د ۲۰۲۳ کال د آګست میاشتې په دریمه نیټه د خپل پخواني خلیفه ابو حسین الحسيني القرشي د مړینې او د نوي خلیفه ابو حفص الهاشمي القرشي د ټاکلو اعلان وکړ. دا خبر د داعش د نوي ویاند ابوحذیفه الانصاري لخوا د یو غږیز بیان په خپرولو سره اعلان شو. په دې غږیز پیغام کې راغلي چې ابو الحسین القرشي د سوریې ادلب ښار ته څېرمه د هیات تحریر الشام (HTS) سره په نښتو کې ووژل شو او پخوانی ویاند ابوعمر المهاجر ونیول شو.
دغه خبرپاڼه همداراز په سوریه کې د ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې د ترکي ځواکونو له خوا د ابوالحسین القرشي د وژل کېدو خبره هم رد کړه. د اسلامي دولت (داعش) په نامه ډله ادعا وکړه چې نوموړی د هیات تحریر الشام لخوا ووژل شو او جسد یې ترکیې حکومت ته سپارل شوی و.
د دې خبر له خپرېدو وروسته د نوي خلیفه پلویان ټیلیګرام ته راغلل او له هغه سره یې خپل بیعت اعلان کړ. د نوی خلیفې له ټاکل کېدو سمدستي وروسته، د اسلامي دولت (داعش) په نامه ډلې پورې اړوند ټیلیګرام چینلونو د داعش خراسان څانګې په ګډون د نوي خلیفې سره د بیلابیلو ولایتونو د بیعت انځورونه خپاره کړل.
د عکسونو شننه: د داعش خراسان څانګې هستې کوچني شوي او په شمیر کې یې کموالۍ ښکاری
د داعش خراسان څانګه یولسم ولایت و چې د دې ډلې د جنګیالیو ۱۵ انځورونو په خپرولو سره یې له نوي خلیفه سره خپل بیعت اعلان کړ. د افغان ویټنس شننه ښیي چې انځورونه اته بیلابیل هستې ښکاره کوی چې هر یو یې له دوو څخه تر نهو کسانو نه جوړه شوې ده چې په مجموعی ډول ۳۶ جنګیالي دي. ډیری هستې له درې کسانو نه جوړه شوې وې چې سپکې وسلې یې ځان سره لیږدولې. په عکسونو کې د هستو د ټولو غړو مخونه په بشپړه توګه پټ شوي وو او سترګې یې تورې شوې وې چې د دغو کسانو پیژندل یې ستونزمن کړۍ و.
کله چې ووروستي انځورونه د هغو عکسونو سره پرتله کړو چې له دې مخکې د پخوانی خلیفه ګانو له مړینې وروسته د داعش خراسان څانګې له خوا خپاره شوي وو، یو شمیر د پام وړ ځیزونه لیدلای شو.
د داعش ټیلیګرام چینلونه، د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې په ۱۱مه او د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې په اوله نیټه د داعش د نوی خلیفه ابوالحسن الهاشمي القریشي سره خپل د بیعت عکسونه ( د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشت کې د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي د مړینې وروسته) او ابوالحسین الحسینی القرشی سره خپل د بیعت عکسونه (د ابوالحسن الهاشمي القریشي له مړینې وروسته، چې ادعا شوې وه د اکتوبر په نیمایی کې د سوریې په دارا ولایت کې د سیمه ییزو یاغیانو سره په جګړې کې وژل شوی دی) خپاره کړل.
د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د داعش خراسان څانګې د ۲۹ انځورونو لړۍ خپره کړه چې د دغې ډلې ۱۵ هستې پکې وښودل شول. د افغان ویټنس شننه ښيي چې په مجموعی ډول د دغو هستو د جنګياليو شمېر ٨٤ کسان وو چې له درې کسیزو نه تر دیارلس کسیزو ډلو تر منځ وېشل شوي وو او ډیری یې له څلورو يا پنځو کسانو جوړه شو. د ۲۰۲۲ کال تر دسمبر میاشتې پورې د داعش خراسان څانګې ۲۷ عکسونه خپاره کړل چې د ۲ کسیزو نه تر ۱۰ کسیزو ډلو ۱۶ هستې یې ښودلې چې په مجموعی ډول [د یو ماشوم په ګډون] له ۶۷ جنګیاليو نه جوړه شوي وو. مخکني خپاره شوي عکسونه داسې لویې هستې یې ښودلې چې له ګڼ شمیر غړلو نه جوړې شوې وې او هم داسې عکسونه پکې شامل وې چې موقعیت موندنه یې ممکن وو او لکه څرنګه چې په لاندې کې لیدل کیږی، څیرې په دې عکسونو کې د پیژندلو وړ وو.
عکس: د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې ۱۱مه - د داعش خراسان څانګې څو هستو [هغه وخت] نوي خلیفه ته بیعت وکړ چې په دغو هستو کې د پیژندلو وړ [پورته کیڼ اړخ کې] هستې شاملې وې ، موقعیتونه یې [لاندې کیڼ اړخ ته] د موندلو وړ وې . د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشت اوله - عکسونه [ښي اړخ ستون کې] ښیې چې د داعش خراسان څانګې هغه هستې چې په هغه وخت کې د اسلامي دولت ډلې نوي خلیفه ته بیعت کوي، په ظاهره لویې هستې دي.
د دغو دریو بیعتونو د پرتله کولو پر وخت، افغان ویټنس د داعش خراسان څانګې د جنګیالیو او د هغوی د هستو په شمیر کې دوامدار کموالی ته یې پام شو. خو وروستي عکسونه د دې ډلې دوه هستې په خلاصه فضا کې ښیې چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په بیعت کې لیدل شوۍ نه و. هغه ونې او بوټي چې د دغو دوو بیعتونو د خلاصې فضا په عکسونو کې لیدل کیږي، د افغانستان یا پاکستان په شمالي/ختیځو ولایتونو کې د دغو دوو هستو شتون په ګوته کوي.
عکس: د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې ۳مه - وروستي خپاره شوي عکسونه په خلاصه فضا کې د اسلامي دولت په نوم د ډلې له نوي خلیفه ابو حفص الهاشمي القراشي سره د داعش خراسان څانګې د دوو هستو د بیعت کولو بهیر ښيي.
د افغان ویتنس شنونکو هم دغه نوې طریقه یې(په بهر کې عکسونه اخیستل) د ۲۰۲۳ کال د جون په ۸ مه په یوه جومات کې له یوه ځانمرګي برید وروسته چې د بدخشان ولایت سرپرست والی نثار احمد احمدي د فاتحې مراسم په نښه کړل، ولیدل. نثار احمد احمدي د ۲۰۲۳ کال د جون په شپږمه د داعش خراسان څانګې له خوا ووژل شو. د داعش خراسان څانګې پورې تړلې چینلونه د نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې له چاودنې وروسته په خلاصه فضا کې اخیستل شوي د چاودنې د عامل کس څو عکسونه خپاره کړل.
هیڅ یوه هسته په پراخه کچه وسلې نه درلودې - د بیعتونو په پخوانیو عکسونو کې ماشیندار ټوپکونه او راکټ لانچرونه لیدل شوي وو- پداسې حال کې چې د دې ډلې د څلور هستو د بیعت په عکسونو کې هیڅ ډول وسلې نه لیدل کیږدې. سربیره پر دې، ځینې هستې د اسلامي دولت د ډلې جعلي بیرغونه (په عکس کې ایډیټ شوي) درلودل (ښي لاس ستون کې) یا هیڅ بیرغونه (کیڼ لاس ستون کې) نه درلودل.
عکس : د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې ۳مه - وروستي خپاره شوي انځورونه ښيي چې د داعش خراسان څانګې څو هستې د عراق او شام اسلامي دولت په نوم د ډلې له نوي خلیفه ابو حفص الهاشمي القرشي سره بیعت کوي. ډیری هستې د خپل بیعت د اعلان پر وخت، د اسلامي دولت ډلې بیرغ (کیڼ اړخ) نه درلودل یا په عکس کې ایډیټ شوی بیرغ (ښي اړخ) یا جعلي بیرغ کارولي وو.
هغه جزئیات چې په تازه خپاره شوي عکسونو کې لیدل کېږي، ښيي چې د داعش خراسان څانګه په ډېر احتیاط سره عمل کوي او هڅه کوي چې د دې ډلې د غړو هویت پټ وساتي او د هغوی د فعالیت سیمو د موندلو مخه ونیول شی. سربیره پردې، د داعش خراسان څانګې هغې هستې چې په نویو عکسونو کې لیدل کیږی، د هغه هستو په پرتله کوچني دي چې د پخواني بیعتونو په عکسونو کې لیدل کیږی او د دې لامل ښایی د داعش خراسان څانګې هستو پر ضد په ګڼو سیمو کې د طالبانو عملیاتونه وي او له دې کبله دغه هستې د خپل د موندنې د مخنیوی لپاره په څو ډلو ویشل شوي وي.
د هستو د جوړښت (تشکیل) شننه
د بیعتونو د بهیر انځورونه د داعش خراسان څانګې ځینې جوړښتونو په اړه کمساری لید او معلومات وړاندې کوي. افغان ویټنس تر دې مخکې د څلورو کسانو نه جوړه شوې هسته لیدلې وه چې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۲ مه یې د لونګان په نوم د چینایانو پر هوټل او د کابل پر هوايي ډګر دوه ځانمرګي بریدونه وکړل. افغان ویټنس د کابل د هوايي ډګر د ځانمرګي برید جزئیات او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې د بیعت د بیرغونو جزیات تجزیه او تحلیل کړ او په دغو دوو بریدونو کې د ورته بیرغ د کارولو نښې نښانې ومونده. ټول هغه بیرغونه چې د داعش خراسان څانګې لخوا کارول کیږي بې څاره ځانګړتیاوې، فونټونه (د ورته ډول او اندازې حروف)، ځانګړي لوګو او نورو جزیاتو درلودونکي دي. په داسې حال کې چې پر لونګان هوټل او د کابل پر هوايي ډګر د بریدونو دوه عاملین ووژل شول، خو شننې ښيي چې د دغو دوو بریدونو مسئوله هسته لږ تر لږه دوه نور غړي هم درلود. د دغو دوو نورو غړو هویت او وضعیت معلوم نه دی.
عکس: د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د کابل پر هوايي ډګر (کیڼ اړخ ته) د برید ادعا او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د لومړۍ نیټې د بیعت پرتله. ورته بیرغ کارول شوی او ښيي چې هسته د څلورو کسانو نه جوړه ده.
همداراز، افغان ویټنس تایید کړه چې هغه هسته چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۱۸ مه پر ازبکستان هیواد د د راکټي برید مسؤلیت په غاړه درلوده، لږترلږه له پنځو غړو نه جوړه وه. افغان ویټنس د راکټې برید په ادعا کې کارول شوي بیرغونه د هغو عکسونو سره پرتله کړ چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې بیعت ښیی او له دې لارې یې دغه هسته په ګوته کړ.
عکس: د ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشتې په ۱۸مه پر ازبکستان هیواد د راکټی برید د ادعا (ایښودل شوي عکسونه) او د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې د ۱۱ نیټې د بیعت پرتله کول ښیي چې ورته بیرغ کارول شوی او دا په ګوته کوی چې دغه هسته له پنځو کسانو نه جوړه ده.
د افغان ویټنس شنونکو هغه بیرغونه چې په وروستی بیعت کې کارول شوي وو، په تیرو بیعتونو یا ادعاګانو کې لیدلي نه وو او دا ښیی چې هستې په دې وروستیو کې جوړې او فعالې شوي دي. د افغان ویټنس شنونکي به د وضعیت څارنې ته دوام ورکړي.